ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپيسا امنيه قوماندان له چاودنې روغ وتلی

د کاپيسا امنيه قوماندان له چاودنې روغ وتلی

author avatar
17 Sep 2016 - 14:04
د کاپيسا امنيه قوماندان له چاودنې روغ وتلی
author avatar
17 Sep 2016 - 14:04

محمودراقي  (پژواک، ٢٧ وږى ٩٥):  د کاپيسا ولايت امنيه قوماندان له يوې چاودنې روغ وتلی دی.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني د وږي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې د ولايت د مرکز محمودراقي اړوند د شوخي په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د ولايت امنيه قوماندان جنرال احمد فهيم قايم په پرونۍ چاودنه کې د يوه وژل شوي پوليس د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره روان و چې په ياده سيمه کې په موټر سايکل کې ورته چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو.

اميني وايي، کله چې د امنيې قوماندان له يادې سيمې تېرېده ، نو د ريموټ کنټرول ماين چاودنه وشوه، خو فهيم قايم ترې روغ ووت او هېچا ته زيان نه دى په کې اوښتى.

د نوموړي په وينا، پوليسو څېړنې پيل کړې، خو تر اوسه په دې اړه څوک نه دى نيول شوى.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

پرون په کاپيسا ولايت کې د يوې چاودنې له امله څلور پوليس وژل شوي وو او ٧ نور ټپیان  وو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.