جلال اباد (پژواک، ١٨ تله ٩٥): په جلال اباد ښار کې د يوې چاودنې له امله پنځه کسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د تلې په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن د غرمې په شاوخوا دوولس نيمو بجو د جلال اباد ښار د کابل له اډې سره شوې ده.
هغه زياته کړه چې چاودنه د دويمې امنيتي حوزې پر رېنجر موټر شوې چې له امله يې دوه پوليس ټپيان شوي دي.
خو د ننګرهار ولايت مقام لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې درې پوليس او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د حوزوي روغتون سرطبيب ډاکټر احسان الله شينواري پژواک اژانس ته وويل چې څلور ټپيان ورته راوړل شوي، خو د هغوى د هويت او روغتيايي حالت په اړه يې معلومات ورنه کړل.
ددې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
پرون هم په ننګرهار ولايت کې پر بهرنيو ځواکونو چاودنه شوې وه او پر کورنيو ځواکونو ځانمرګى بريد شوى و چې له امله يې سرتېرو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن