کندهار (پژواک، ٢٥ تله ٩٥): په کندهار کې د ١،٥ ميليونه ډالرو په لګښت ١٤ کانالونه جوړېږي چې لس زره هکتاره ځمکه به خړوبه کړي.
دغه څرګندونې د امريکا د پرمختيايي ادارې (USAID) اړوند د کندهار فوډ زون مسوول کينګسلر بېش د کندهار له والي سره ليدنه کې وکړې.
بېش وويل، دغه کانالونه د فوډ زون تر چتر لاندې د کندهار په ژيړۍ، پنجوايي او ميوند ولسواليو کې جوړېږي.
فوډ زون پروګرام په کندهار کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي په موخه شاوخوا دوه کاله وړاندې پيل شوى، چې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا تمويلېږي او ٢٠ ميليونه ډالر ورته ځانګړي شوي دي.
د فوډ زون په پروګرام کې د پرمختيايي پروژو پلي کول، د نشه يي توکو د کښت او قاچاق مخنيوى، کروندګرو ته د روا کښت زمينه برابرول، د نشه يي توکو د ناوړه پايلو په اړه د عامه پوهاوي زياتول او نور شامل دي.
د کندهار د فوډ زون دغه مسوول وويل، د تېرو درېيو کلونو په اوږدو کې د پرمختيايي پروژو په مټ په دې ولايت کې د ترياکو د کښت کچه ټيټه شوې او د غنمو د کښت کچه لوړه شوې ده.
خو ده يادونه وکړه، چې د دې ولايت په درېيو ولسواليو کې به د ١٤ کانالونو له جوړولو سره ډېره ځمکه تر اوبو لاندې شي او خلک به دا وړتيا پيدا کړي چې پر خپلو ځمکو روا کښت وکړي.
نوموړي د کندهار له والي سره په خبرو کې يادونه وکړه چې له پلان شوو پروژو پرته نوره بوديجه هم لري او کولاى شي د ولايتي ادارې د اړتيا له مخې ولګول شي.
بېش وويل، د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کې د نخودو او لوبيا د کښت په اړه تحقيق کېږي او هڅه کوي چې په ژمي کې هم کرکيلې ته زمينه برابره کړي.
د دې تر څنګ نوموړي زياته کړه چې د اوبو د وېش په برخه کې د يوې ادارې پر جوړولو کار کوي چې هلته به ميراوانو ته روزنه ورکول کېږي، څو د کروندګرو لپاره اړوندې چارې په ښه توګه تر سره شي.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وويل، د فوډ زون تر چتر لاندې په کندهار کې د کرنې د ودې په برخه کې ډېر کار شوى دى.
خو هغه غوښتنه وکړه چې دغه پروګرام دې د کندهار نورو ولسواليو ته هم وغځول شي، څو د مخدره توکو د کښت کچه په اغېزناکه توګه کمه شي.
هغه په ژيړۍ، پنجوايي او ميوند کې د نوو کانالونو د جوړولو هرکلى وکړ او ويې ويل، په دې توګه به د شته اوبو د ضايع کېدو مخنيوى وشي او ډېرې شاړې ځمکې به تر اوبو لاندې شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن