ښرنه (پژواک، ٤ لړم ٩٥): د قطر هېواد د پکتيکا له څلورو ښوونځيو سره د ٧ ميليونو افغانيو په ارزښت د درسي توکو او قرطاسيې مرسته وکړه.
په ښرنه کې د پوهنې رياست په ودانۍ کې په دې تړاو جوړو شويو مراسمو کې د پکتيکا والي الياس وحدت د قطر هېواد اړوند د سرې مياشتې له خيريه موسسې نه مننه وکړه، چې د دې ولايت څلور ښوونځي يې په درس توکو سمبال کړل.
ده زياته کړه، پکتيکا د ځينو نور ولايتونو په پرتله د امنيت له پلوه ارامه دى او هره خيريه موسسه چې وغواړي د دې ولايت په هره ولسوالۍ کې مرستې کولى شي.
د پکتيکا د پوهنې رييس محمد نسيم واجد وويل چې د ٧ ميليونو افغانيو په ارزښت دغه مرسته د جاني خېلو او خيرکوټ ولسواليو له څلورو ښوونځيو سره شوې ده.
د هغه په وينا، په مرسته شويو موادو کې ۹۹ خېمې، د زده کوونکو لپاره ۱۴۳۴ دوه کسيز مېزونه او څوکۍ، ۳۱۵۷۷ ټوکه درسي کتابونه، د ۴۰۸۳ هلکانو او نجونو لپاره قرطاسيه او ګڼ نور درسي توکي شامل دي.
د قطر د سرې مياشتې د افغانستان د دفتر مشر احمد العثماني وويل، د لومړي ځل لپاره يې د پکتيکا د دوو ولسواليو له څلورو ښوونځيو سره د درسي توکو مرسته وکړه او دې لړۍ ته به دوام ورکوي.
دى زياتوي، تر دې وړاندې يې په لوګر او پکتيا ولايتونو کې هم د ښوونځيو او کلينيکونو په بيارغولو او د درسي توکو په برخو کې مرستې کړې دي.
د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي ملک ظاهر خان کټوازي، له دې مرستو څخه د منني ترڅنک زياته کړه، قطر دې له افغانانو سره له دې زياتې هر اړخيزې مرستې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن