کابل (پژواک، ۷ تله ۹۵): د ملي دفاع وزارت وايي چې د امنیتي ځواکونو د ځینو عملیاتو پر مهال د نهه داعشيانو او د یوه طالب قوماندان په ګډون ۱۸ وسله وال مخالفين وژل شوي او يو بل ټپي دی.
د ياد وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو مخالفینو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د تعرضي عملياتو پر مهال اوښتې ده.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه عمليات په ننګرهار، پکتيا، پکتيکا، کندهار، اروزګان، زابل، بادغيس، فراه، هرات، فارياب، بغلان ، کندوز او هلمند ولايتونو کې ترسره شوي.
سرچينه ليکي چې د ننګرهار د پچيراګام په ولسوالۍ کې د داعش ۹ وسله وال وژل شوي، د مهماتو او طبی درملو يوه زېرمه يې هم له منځه وړل شوې ده.
د سرچينې په وينا چې په دغو عملياتو کې د ملي اردو يو سرتېری هم وژل شوی او له وسله والو مخالفينو څخه په يادو ولايتونو کې بېلابېل ډول وسلې، مهمات، مخابرې، نقليه وسایط او نور تجهيزات ترلاسه شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن