مزارشريف (پژواک، ۹ لړم ۹۵): په شمال زون کې د يوناما مسوولين وايي چې د روان زېږديز کال په تېرو شپږو مياشتو کې ۱۰ صحرايي محکمې ترسره شوې دي.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې د لړم په ۹مه، د يوناما د شمال زون په سيمه ييز دفتر کې د ((تاوتريخجن زور زياتي لاملونه او پر ښځو يې اغيزې)) تر سرليک لاندې غونډه وشوه.
د شمال زون د يوناما د ښځو چارو د برخې مسوولې مېرمن سلما اصولي د يادې غونډې په ترڅ کې د خپلو خبرو په اوږدو کې وويل چې په روان کال کې د وسله والو مخالفينو لخوا د تاوتريخجن زور زياتي ځينې بېلګې له دوی سره ثبت دي.
نوموړې زياته کړه چې د ۲۰۱۶ زيږدېزکال په تېرو شپږو مياشتو کې د وسله والو مخالفينو لخوا ۱۰ صحرايي محکمې تر سره شوې دي.
هغې د ياد محکمو د ترسره کېدو په تړاو ډېر جزييات ورنه کړل.
خو د شمال زون د بشر حقونو خپلواک کمېسيون رييس سيداحمد سامع پژواک ته وويل چې له دوی سره د وسله والو مخالفينو ۶ صحرايي محکمې ثبت شوې دي.
نوموړي زياته کړه چې دغه محکمې په روان کال کې د ښځو پر وړاندې په جوزجان او سرپل ولايت کې ترسره شوې دي.
هغه د شمال زون په څلورو ولايتونو، سمنګان، بلخ، جوزجان او سرپل ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې د کورني او ټولنيز تاوتريخوالي پېښې هم د اندېښنې وړ وبللې.
سامع وويل چې په روان کال کې تر دې دمه په دغو ولايتونو کې له دوی سره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۳۸۰ پېښې ثبت شوې دي.
په دې غونډه کې د بلخ د ښځو چارو رييسې شهلا هم برخه لرله، نوموړې د يادې غونډې په څنډه کې وويل چې په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د شته تاوتريخوالي پر ضد بايد مبارزه وشي.
نوموړې زياته کړه چې په روان کال کې په بلخ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۸۱ پېښې له دوی سره ثبت شوې دي.
هغه وايي چې مدني بنسټونه، ديني عالمان او رسنۍ له دولت سره د ښځو پر وړاندې د شته تاوتريخوالي په مخنيوي کې ښه مرسته کولی شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن