ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز پېښې څېړلو لپاره دې ولايت ته پلاوى لېږل شوى

د کندوز پېښې څېړلو لپاره دې ولايت ته پلاوى لېږل شوى

author avatar
5 Nov 2016 - 17:53
د کندوز پېښې څېړلو لپاره دې ولايت ته پلاوى لېږل شوى
author avatar
5 Nov 2016 - 17:53

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۹۵): دولتي چارواکي وايي چې د کندوز په هوايي بريد کې د ملکي تلفاتو د مرګ ژوبلې پېښه څېړي، خو هغه ارقام ردوي چې په رسنيو کې خپاره شوي دي.

د تېرې پنجشنبې په ماښام افغان او بهرنيو ځواکونو د کندوز ښار په پول اچين او بزکندهاري سيمو کې هوايي بريدونه کړي چې د ځايي اوسېدونکو په وينا، د بهرنيو ځواکونو په بمبار کې ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۴ نور ملکي وګړي  ټپيان شوي دي.

راپورونه زياتوي چې تر دې بريد وړاندې دوه امريکايي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان وو، دغه راز د ملي دفاع وزارت وايي چې په دې عملياتو کې درې افغان کومانډو سرتېري وژل شوي او يو شمېر ټپيان  شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري،د ولسمشر او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياندويانو د لړم په ١٥مه، په کابل کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې د يادو عملياتو په ترڅ کې معلومات ورکړل.

جنرال دولت  وزيري وويل:”په کندوز کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دا چې د يوولسو ماشومانو په ګډون ۳۰ تنه ملګي وګړي وژل شوي نه تاييدوو.”

هغه زياتوي، د دې پېښې د کره څېړنې لپاره يو پلاوی ټاکلی شوی او د پلاوي تر څېړنې وروسته به څرګنده شي چې په ياده پېښه کې څومره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د وزيري په وينا، وسله والو مخالفينو د بزکندهاري په سيمه کې د طالبانو د نظامي کمېسيون د مشر ملا ضيا الله متقي په کور کې ناسته درلوده او پلان يې درلود چې کندوز ښار يو ځل بيا سقوط کړي، خو وسله وال پوځ پر ياده سيمه کې عمليات پيل کړل ، خو له سخت مقاومت سره مخ شول.

د ملي دفاع وزارت وياند وويل، په دې نښته کې د ملي دفاع وزارت د کومانډو ځواکونو درې سرتېري ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول چې په پايله کې د غوڅ ملاتړ له هوايي ځواک څخه مرسته وغوښتل شوه ، چې د هوايي بريد په پايله کې د وسله والو طالبانو د کورنيو د غړو په ګډون يو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ولسمشر وياند هارون چخانسوري هم په ياده خبري ناسته کې وويل چې وسله والو مخالفينو له ملکي وګړو د سپر په توګه کار اخيستی او د خپلو کورنيو پر غړيو يې هم رحم نه دی کړی.

هغه زياته کړه چې وسله والو د ملکي وګړو په منځ کې غونډه درلوده چې د هوايي بريد په پايله کې يو شمېر ماشومان او ښځې وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، ولسمشر د دې پېښې د څېړنې لپاره د ډګر جنرال هلال الدين په مشرۍ يو ځانګړی پلاوی ټاکلی چې دا مهال کندوز ته رسېدلی دی.

چخانسوري وايي:” که چېرې له چا په دې برخه کې سهل انګاري شوې وي له هغو سره به د قانون په چوکاټ کې چلند وشي او سزا به ورته ورکول کېږي.”

په ياده ناسته کې د ناټو د غوڅ ملاتړ او امريکايي ځواکونو وياند ډګرجنرال چارلېس کليولينډ وويل چې د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره په ګډه کار کوي تر څو د يادې پېښې عوامل پيدا کړي.

هغه وايي:”د نومبر په درېيمه د بز کندهاري په سيمه کې طالبانو عمليات پلان کړي وو او له بېلابېلو ځايونو يې پر موږ بريدونه وکړل ، موږ له افغان ځواکونو سره همکاري کوله، کله چې بريدونه زيات شول، زموږ هوايي ځواک د طالبانو پر مورچو هوايي بريدونه وکړل، لومړني راپورونه ښيي چې د دې بريد په پايله کې د طالبانو کليدي مشران وژل شوي دي.”

جنرال چارلس وويل، طالبان د کندوز د خلکو لپاره يو ستر ګواښ دی، خو د غوڅ ملاتړ ماموريت ژمنه کوي چې تل به له خپلو افغان امنيتي ځواکونو سره په ګډه کار کوي.

هغه وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه پياوړي کېږي او دښمن ته ماتې ورکوي ، خو د جګړې د پای ته رسېدو او د تلپاتې سولې د ټينګښت يواځنۍ لار  د سولې خبرې اترې دي.

وسله وال طالبان په يادو عملياتو کې يواځې د خپلو درېيو ملګرو وژل کېدل مني او نور وژل شوي کسان ملکي وګړي بولي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.