ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شمال او شمال ختیځ زون کې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی

په شمال او شمال ختیځ زون کې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی

author avatar
20 Nov 2016 - 16:40
په شمال او شمال ختیځ زون کې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی
author avatar
20 Nov 2016 - 16:40

مزارشريف (پژواک، ۳۰ لړم ۹۵): په شمال کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي چې د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې د شمال او شمال ختيځ زون په نهو ولايتونو کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۳۶۵ پېښې ثبت شوې دي.

دوی همدا راز په شمال زون کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو په ليکو کې د ماشومانو استخدام هم د اندېښنې وړ ستونزه بللې ده.

دغه څرګندونې په بلخ کې د بشري حقونو د ساحوي دفتر مشر سيد محمد سامع د لړم په ۳۰مه په مزارشريف ښار کې (د ماشومانو د حقونو د خونديتوب کنوانسيون) د ۲۷مې کاليزې په وياړ جوړه شوې غونډه کې وکړې.

نوموړي وويل چې لا هم په شمالي ولايتونو کې ماشومان په پوره ډول زده کړو او روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري او همدا راز له روحي او فزيکي ځورونو سره لاس او ګرېوان دي.

سامع زياته کړه چې د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې د ماشوم ځورونې ۳۶۵ قضيې ثبت شوې چې ډېری يې په جګړه ځپلو او نا امنو سيمو کې پېښې شوې دي.

د بشري حقونو د ساحوي دفتر مشر زياته کړه چې فقر، نا امني، د ماشومانو د حقونو په اړه د پوهاوي نه شتون هغه عوامل دي چې د ماشومانو ژوند يې تريخ کړی دی.

نوموړي همدا راز وويل چې په شمال او شمال ختيځ زون کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو په ليکو کې د ماشومانو استخدام د اندېښنې وړ ستونزه ده او د هغه په وينا، د جګړې ښکېلې غاړې بايد د ماشوم حقونو ته جدي پاملرنه وکړي.

د بلخ د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو چارو رئيس مطيع الله متين  هم په خپلو خبرو کې د ماشومانو پر وړاندې د ګڼو ستونزو يادونه وکړه.

نوموړي وويل چې يواځې په مزار شريف ښار کې له ۶۰۰ ډېر ماشومان درانه او سخت کارونه کوی، چې يواځې ۲۰۰ تنو ته يې څه ناڅه اسانتياوې برابرې شوي دي.

هغه نيوکه وکړه چې يو شمېر ټولنې او موسسې د ماشومانو په نوم پروژې اخلي؛ خو په صحيح ډول خپلې چارې نه ترسره کوي.

متين ګواښ وکړ چې له ځينو همدا ډول موسسو سره يې خبرې پيل کړی او که هغوی بيا هم خپلو ناقانونه کړنو ته دوام ورکړي؛ نو پر وړاندې به يې اقدامات وکړي.

هغه وويل چې په شمالي ولايتونو کې د وروستيو نا امنيو له امله زيات شمېر ماشومان بلخ ولايت ته راغلي او دغلته د سرکونو پر سر، درانه او سخت کارونه کوي.

په ياده غونډه کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مسوولينو له عدلي او قضايي ارګانونو څخه غوښتنه وکړه چې د ماشومانو د حقونو د ناقضينو سره جدي او قانونې چلند وکړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.