ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ګونګیانو ښوونځی له حکومته امکانات غواړي

خوست کې د ګونګیانو ښوونځی له حکومته امکانات غواړي

author avatar
26 Nov 2016 - 11:18
خوست کې د ګونګیانو ښوونځی له حکومته امکانات غواړي
author avatar
26 Nov 2016 - 11:18

خوست ښار (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٥): په خوست کې د ګونګيانو لپاره د ځانګړي ښوونځي زده کوونکي او ښوونکي د پوهنې له مسوولينو غوښتنه کوي چې د زده کړو په بهير کې د شته ستونزو په هواري کې ورسره مرسته وکړي.

د ګونګيانو د دغه ښوونځي ښوونيز نصاب د نورو ښوونځيو په څېر دی، مګر په تدريس کې يې له ځانګړو اشارو، د ټولګيو پر دېوالونو له ځوړند شوو عکسونو او د لاس له حرکتونو استفاده کېږي.

د دغه ځانګړي ښوونځي د څلورم ټولګي زده کوونکی اتلس کلن فرهادالله نه څه اوري او نه هم غږېدی شي، مګر د خپل ښوونکي د لاس د اشارو په مرسته يې د ټولګي په سپينه تخته وليکل چې ((زه د خاص ښوونځي زده کوونکی يم.))

له فرهادالله سره په ټولګي کې ۱۳ نور زده کوونکي هم شته چې د اورېدو او خبرې کولو له دغو دوو سترو نعمتونو بې برخې دي، خو ظاهراً داسې برېښي چې له دې سره سره بيا هم الله ج د ليک لوست لورينه پرې کړې ده.

دوی د تدريس پر مهال په ټولګي کې پر غوړېدلې سترنجۍ ناست او مخامخ تختې ته ولاړ ښوونکی ورته د لاس په اشارو او دغه راز د ځوړند شوو عکسونو په وسيله ليک لوست ور زده کوي.

د دغه ښوونځي يوه ښوونکي عبدالرحمن په دې هکله پژواک اژانس ته وويل: ((کله چې يو څوک څه شی وانه وري، نو ژبه نه شي زده کولی. د دوی هم ژبه نه ده زده؛ ځکه چې په غوږونو باندې يې څه نه دي اورېدلي. دوی خندېدلی شي او ځيني نور اوازونه هم کولای شي، خو يواځې د يو چا د توجه راجلبولو په خاطر دي.))

عبدالرحمن زياته کړه چې د ښوونځي له عادي تدريسي کتابونو پرته د زده کوونکو د پوهولو لپاره يې ټول تخنيکي وسايل د ښوونځي د ادارې په مرسته په کابل کې له بېلابېلو ښوونيزو ادارو څخه ترلاسه کړي دي.

د ګونګيانو د ياد ښوونځي امر قاري عبدالقدير وايي چې دغه ښوونځی په کال ۱۳۹۱ لمريز کې جوړ او اوسمهال په ټوليز ډول ۸۳ زده کوونکي لري چې سږ کال تر څلورم ټولګي پورې رسېدلي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په ډېرو کمو امکاناتو يې د ښوونځي د زده کړو بهير پرمخ وړی دی او هڅه يې دا وه، چې دغو بې غږه ماشومانو ته د بيان ژبه ورکړي او د زده کړو له ستر نعمت څخه برخمن شي.

عبدالقدير زياتوي: ((لومړی چې موږ کله لېسه جوړه کړه، هېڅ مو هم نه درلودل. زده کوونکي داسې وو، لکه سم نيم ليونيان. چې ښوونکي به څپېړه ورکړه، زده کوونکي به ښوونکی په سوک وواهه. ښوونکي به چې د درس ورته وويل، زده کوونکی به غوسه شو. ډېر په نرمۍ او شفقت سره مو درس ته متوجه وکړل.))

د نوموړي په وينا، د ښوونځي د سرپناه ستونزه يې د اوس لپاره د پوهنې رياست په یوې پخوانۍ ودانۍ سره هواره شوې، خو د مېز او چوکۍ تر څنګ د کړکيو او دروازو ترميمولو ته جدي اړتيا لري.

ده د افغانستان د پوهنې وزارت پر تخنيکي او مسلکي معينيت نيوکه وکړه چې د ښوونکو په روزنه او دغه راز د ځينو نورو ستونزو په هواري کې يې ورسره د مرستې غږ نه دی اورېدلی.

عبدالقديز زياته کړه: ((موږ ترې وغوښتل چې د ښوونکو د مسلکيتوب لپاره ټريننګ برابر کړي چې کله ښوونکي په خپله اشاروي ژبه ښه زده کړي، نو زده کوونکي به ښه ورزول شي، خو موږ ته تر اوسه داسې کومه موقع نه ده راکړل شوې. زده کوونکو چې کوم څه زده کړي دي، دا د ښوونکو خپل اخلاص دی.))

په خوست کې د پوهنې رياست تخنيکي او مسلکي امر فخرالله سهېل له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې د يادو ستونزو پر هواري سربېره يې د ځينو نورو اسانتياوو غوښتنې هم تر مرکزه رسولې دي.

هغه زياته کړه: ((د ستونزو د هواري لپاره مو دولت ته هيله مندي شته، مخکې مو هم ترې غوښتنې کړې دي، بيا يې هم ترې کوو. دولت چې ښوونځی جوړ کړی دی، نو ستونزې به يې هرومرو هواروي.))

د خوست د پوهنې رييس انجنير بخت نور بختيار وايي چې د ياد ښوونځي ټولو ستونزو ته ځکه رسيده ګي نه ده شوې چې د ګونګيانو لپاره د زده کړو دا پروګرام د وزارت په کچه نوی بلل کېږي.

د هغه په وينا، د  ياد ښوونځي لپاره د يوې معياري ودانۍ تر څنګ يې ټولې ستونزې څېړلې دي او هڅه کوي چې د هواري په برخه کې يې د پوهنې وزارت پوره پاملرنه راجلب کړي.

بختيار وويل: ((په پلان کې لرو چې د ښوونکو د روزنې لپاره ورته پروګرامونه جوړ کړو، همدارنګه هڅه کوو چې د نورو تخنيکي ستونزو د حل تر څنګ راتلونکی کال ورته يو مناسب کور هم په کرايه ونيسو.))

په دغه ښوونځي کې څه باندې اتيا زده کوونکو ته يواځې پنځه ښوونکي تدريس ورکوي، خو د پوهنې رياست تخنيکي او مسلکي امر فخرالله سهېل وايي چې د شته ښوونکو د وړتيا لوړونې تر څنګ، راتلونکی ښوونيز کال يو شمېر نور ښوونکي هم ورته په پام کې نيول شوي دي.

د ښوونکو په وينا، د ښه تدريس په خاطر په دا ډول ښوونځيو کې د هر ټولګي لپاره څلور زده کوونکي معيار دی، مګر په دغه ښوونځي کې هر يو ټولګی تر ۸ زيات زده کوونکي لري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.