ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست يوه مدني فعال اعتصاب وکړ

د خوست يوه مدني فعال اعتصاب وکړ

author avatar
1 Dec 2016 - 18:49
د خوست يوه مدني فعال اعتصاب وکړ
author avatar
1 Dec 2016 - 18:49

خوست (پژواک ١١ قوس ٩٥): په خوست کې يوه مدني فعال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي او د ناوړو رواجونو د مخنيوي په موخه خپل ځان د اعتصاب په ډول په وسپنيز قفس کې بندي کړی دى.

مدني فعال خان ولي عادل د خوست ښار د ستر جامع جومات په انګړ کې په قفس کې د خپل ځان د بندي کولو پرمهال پژواک اژانس ته وويل، د ټولنې هغو ناوړو رواجونو، دې کار ته اړ کړی چې دا مهال زياتره افغان مېرمنې ورسره مخامخ دي.

هغه وويل، په بدو کې د نجونو ورکول، لوڼو او خويندو ته د مېراث حق نه ورکول، د ولور په نوم ډېرې پيسې اخيستل او د غم او ښادی په مراسمو کې له اندازې زياتې پيسې مصرفول هغه ناوړه دودونه دي، چې ده يې پرضد مبارزه پيل کړې ده.

دى زياتوي: ((د ټولو ناوړه رواجونو له شر څخه د خلاصون لپاره ما دې قفس ته پناه راوړې، ځکه زموږ ډېرې خويندې او وروڼه له ناوړو رواجونو نه دومره ځورېږي، لکه زه چې په دې قفس کې ځورېږم او زموږ خويندې او وروڼه په ناوړو رواجونو کې داسې راګير دي، لکه زه چې په دې قفس کې راګير يم.))

د ده په وينا، په دې کار سره غواړي، څو د خلکو پام ځان ته را واړوي او د هر هغه ناوړه رواج په وړاندې جدي مبارزه وکړي، چې دا مهال ورسره مخامخ دي.

عادل وايي: ((زه په دې باور لرم چې د ټولنې زياتره خلک به د دې کار ملاتړ وکړي، ځکه موږ د هغه څه په مقابل کې راپاڅېدلي يو، چې د ټولنې هر فرد يې ځورولی دی، هر فرد يې کړولی دی او هر فرد يې ژړولی دی.))

دغه مدني مبارز زياته کړه، تر هغې به خپلې دغې مبارزې ته دوام ورکړي، څو د خوست او د هېواد د نورو سيمو اوسيدونکي په يوه غږ سره د بدو او ناوړو رواجونو د مخنيوي لپاره عملي ګامونه واخلي.

مدني فعال او ژورنالېست محمد زمان نظري پژواک اژانس ته وويل، په تېر کې هم دا ډول مدني حرکتونو مثبتې پايلې درلودې او اوس هم د ناوړو او ناروا رواجونو په مخنيوي کې اغېزمن تمامېدای شي.

هغه زياته کړه: ((زما په نظر، دا ډول مدني حرکتونه ديني عالمانو په ځانګړي ډول د لرې پرتو سيمو اوسېدونکو ته دا پيغام ورکوي، چې موږ له خپلو مېرمنو او نجونو سره څه ډول چلند وکړو او حقوق يې ورکړو.))

د دې ولايت يوه بل مدني فعال سيد قابل شاه مياخېل هم پژواک اژانس ته وويل، زياتره افغانان د ټولنې د بدو رواجونو له کبله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او دوی عواړي هغه له منځه لاړه شي.

د ده په خبره، زياتره وخت دغو ناوړه رواجونو په ټولنه کې بدې پايلې رامنځته کړې او هيله لري، ټول خلک ورته متوجه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.