جلال اباد (پژواک، ۱۷ ليندۍ ۹۵): د ننګرهار د جلال اباد ښاروالۍ په تخنیکي همکارۍ د سړکونو او واټونو د پاکولو او مینځلو شپنی کمپاین پیل شو.
د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتره پژواک ته په را استول شوې خبرباڼه کې راغلي چې دغه کمپاین تېره شپه د خوږیاڼو د علمي او پرمختیایي بنسټ له خوا د ښاروالۍ په همکارۍ د جلال اباد ښار د مستوفیت له څلورلارې څخه پیل شو او په راتلونکو ورځو کې به نورو سيمو ته هم وغځېږي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ښار پاکولو او سړکونو مینځلو د دغه کمپاین په پيل کې وويل چې په دغه حشر کې له ګډون څخه موخه خلکو ته پیغام ورکول دي چې خپل ښار د خپل کور په څېر وساتي او د پاکولو چارې هم له خپل کور، کوڅې او څېرمو سیمو څخه پاک کړي .
د منګل په وینا، د یادې کړنې په ترسره کولو سره به د ښار ښکلا زیاته او له هر ډول ناروغۍ څخه به د غوره چاپېریال له امله ژغورل شوي و.
د جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان هم له خلکو غوښتنه وکړه چې د ښاروالۍ له ادارې سره یو ځای د حشرونو او نورو همکاریو په ترڅ کې د ښار په پاکۍ او نظم برابرولو کې مرسته وکړي .
د ولایتي شورا غړي او د خوږیاڼو د علمي او پرمختیایي بنسټ د رهبرۍ شورا غړي اجمل عمر وویل پاکي د ایمان نیمه برخه ده او له همدې امله چې د پاکۍ په برخه کې د خپلو ښاریانو احساسات را ژوندي کړي، یاد حشر د کمپاین په شکل ترسره کړ.
هغه له نورو ټولنو او ښاریانو څخه هم وغوښتل چې د دوی په څېر د ښار په پاکۍ او بېلابېلو چارو کې ونډه واخلي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن