جلال اباد (پژواک، ۲۳ ليندۍ ۹۵) : د ننګرهار چارواکي وايي، د ملي امنيت موظفينو دوه تنه پاکستاني انسان تښتوونکي او د وسله والو طالبانو يو مهم غړی نيولي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ۲۳مه د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وويل، د ملي امنيت موظفيو د ولايت په روداتو، غنې خېلو او مومندرې ولسواليو کې د پلټنې پر مهال دوه انسان تښتوونکي، چې د خيبرپښتونخوا اوسېدنکي دي او يو وسله وال طالب ونيول.
ده زياته کړه، نيول شوي کسان د تورخم – جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې د اختطاف په څو پېښو کې لاس لري.
د هغه په وينا، نيول شوو انسان تښتوونکو نسيم او فرمان الله په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی او وايي، له تېرو دوو کلونو راهيسې يې د تورخم – جلال اباد لويې لارې اوږدې کې خلک تښتول.
خوږياڼى وايي، اوسمهال يې د يوه سوداګر د تښتولو هڅه کوله، چې دوه ځلې يې په تښتولو کې ناکام شول.
د والي وياند دغه راز وويل، په ورته وخت کې د ملي امنيت موظفينو د ننګرهار روداتو ولسوالۍ کې يو وسله وال طالب مولوي عبدالهادي، چې د مولوي رحمن ولي د ګروپ غړی دی او په ياده ولسوالۍ کې يې تخريبي کړنې کولې، نيولی دی.
د ده په خبره، نيول شوي طالب وسله وال هم په خپلو کړنو اعتراف کړی او وايي، په دغې ولسوالۍ کې يې بېلابېل دولت ضد فعاليتونه ترسره کړي دي.
دى زياتوي، له نيول شوو کسانو څخه په ملي امنيت رياست کې نورې پوښتنې او څېړنې روانې دي.
د يادولو وړ ده، چې د ننګرهار د ملي امنيت ادارې تېره اونۍ هم د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۱ کسان نيولي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن