ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې په زیات شمېر د کډوالو مېشتېدو ستونزې رامنځته کړې

په ننګرهار کې په زیات شمېر د کډوالو مېشتېدو ستونزې رامنځته کړې

author avatar
17 Dec 2016 - 14:17
په ننګرهار کې په زیات شمېر د کډوالو مېشتېدو ستونزې رامنځته کړې
author avatar
17 Dec 2016 - 14:17

جلال اباد (پژواک ۲۷ ليندۍ ۹۵): د ننګرهار د کډوالو چارو رياست چارواکي وايي چې په دې وروستيو کې له پاکستانه هېواد ته سلګونه زره افغان کډوال راستانه شوي چې له ډلې يې ۸۰ سلنه په ننګرهار کې مېشت شوي دي.

بلخوا د ننګرهار ولايت اوسېدونکي، مسوولين او د ولايتي شورا غړي وايي چې په ننګرهار کې د دغو کډوالو دېره کېدو ګڼې ستونزې رامنځته کړې چې حتی ننګرهار يې نږدې له بشري ناورین سره مخ کړی دی.

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې روان لمريز کال له پاکستانه له پنځه سوه او شپېته زره زيات کډوال بېرته هيواد ته راستانه شوي چې ۸۰ سلنه يې په همدغه ولايت کې مېشت شوي دي.

ففقيرزي زياته کړه: ((له دغو کورنيو سره په تورخم کې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې شوط او هم ورته له درې سوه ډالرو نيولې تر ۴۵۰ ډالرو پورې نغدې پيسې د هر کس پر سر ورکړل شوې دي.))

دی وايي چې له پاکستانه راستنو شوو کورنيو لپاره يې په ننګرهار کې د يوه ښارګوټي پر جوړولو کار پيل کړی چې ۳۰زره کورنۍ به په کې مېشتې شي.

د کډوالو رييس وويل چې له تېرې لړم مياشتې راهيسې له پاکستانه د راستنېدونکو نا راجستره کورنيو له هر غړي سره د ۳۵۰۰ افغانيو نغدي مرسته هم کېږي چې پخوا يوازې له اسناد لرونکو کورنيو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لوري ۴۲۰ ډالر مرسته کېده.

هغه ومنله چې په دومره زيات شمېر د کډوالو ور ستنېدل په ننګرهار او په ځانګړې توګه جلال اباد او ځينو نږدې امنو ولسواليو کې يو شمېر ټولنيزې ستونزې پيدا شوې دي.

د کډوالو شکايتونه او ستونزې

د دغو کډوالو يوه لويه برخه يې د ننګرهار او لغمان ولايت تر منځ د ګمبيري په دښته کې مېشت شوي چې اوس هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دغلته مېشت حاجي غلام الله پژواک ته وويل چې شاوخوا درې مېاشتې کېږي چې دغې سيمې ته راغلي؛ خو لا هم ورته د پاکو اوبو منظم سيستم نه دی چمتو شوی او د روغتيا، پوهنې او نورو بېلابېلو برخو کې مشکلات لري.

هغه وايي چې ماشومانو ته يې د زده کړې زمينه نه ده برابره شوې او وېره شته چې همداسې بې سواده لوی شي او دغه راز له بې روزګارۍ سره هم مخ شوي دي.

په دې سيمه کې مېشته پنځوس کلنه زرغونه چې د ژوند ډېره برخه يې د پاکستان په برېښنايي او له اسانتیاوو ډک ژوند کې تېره کړې وه، د څلورو لرګيو په سر د يو نري ترپال تر سيوري لاندې ناسته وه.

د نوموړې په وينا، په ټانکر کې را وړونکو اوبو يې ځکه ستونی خراب کړی چې ناپاکې دي، هغې زياته کړه: ((په اوبو کې چينجي دي، شګې دي، ناولې اوبه دي، ټول يې ناروغان کړو.))

له جلال اباد ښار سره نږدې بهسود ولسوالي د دغو کډوالو د اوسېدو لوی ځای دی چې هم يې ډېرې کرنيزې ځمکې د اوسېدنې پر ځايونو بدلې کړې او هم يې د دې ولسوالۍ خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.

سيداحمد چې اصلاُ د کونړ ولايت دی؛ خو اوس په بهسودو ولسوالۍ کې مېشت شوی، وايي، نا امنۍ اجازه نه ورکوي خپل ولایت ته ولاړ شي.

هغه دغه راز وايي چې په خپله سيمه کې ورته د کار زمينه هم نشته او هم يې د اوسېدو ځای (خپل کور) هم ړنګ شوی؛ نو ځکه خو بهسودو ولسوالۍ کې مېشت شوی دی.

د ننګرهار ولايت د خلکو اندېښنې

له دې سره هم مهال د ننګرهار ولايت اوسېدونکي بيا دغه ولايت ته په دومره ډېر شمېر د کډوالو راتګ اندېښمن کړي دي.

د جلال اباد ښار د زنګوي سيمې اوسېدونکي جاوېدالله پژواک ته وويل: ((ولسواليو کې نا امنۍ ټول خلک اړ کړي چې ښار او يا د ښار په نږدې ولسواليو کې دېره شي، ښار بېخي ګډوډ شوی، که د پنځو دقيقو پياده مزل په موټر کې کوې؛ نو مجبور يې چې يو ساعت کې ولاړ شې.))

د هغه په وينا، دی دغه راز د خوراکي توکو، د کورونو کرايو او نورو اجناسو د بيو لوړوالي او په ښار کې ورځ تر بلې ډېرېدونکې ګڼې ګوڼې هم اندېښمن کړی دی.

دغه راز د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکی محمد طارق وايي چې د ښار ساحه کمه ده او خلک پرې ورځ تر بلې ډېرېږي چې ښار يې ډېر ګڼ کړی دی.

طارق غوښتنه کوي چې ښار ته بايد پراختيا ورکړل شي، څو د خلکو ستونزې ختمې شي.

د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی ګلاجان وايي چې د ډېرو کډوالو د مېشتېدو له امله د بهسودو پر پله د تګ راتګ پر مهال ورته ګڼې ستونزې پيدا شوې دي.

دی وايي، که به پخوا د بهسودو پر پله د تګ راتګ پر مهال يو نيم ساعت ځنډېدل؛ نو اوس يې انتظار کله نا کله تر دوو ساعتونو هم ډېرېږي.

د بهسودو ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى اکرام الله وايي چې د دې ولسوالۍ ٨٠ سلنه کرنيزې ځمکې له منځه تللي دي، ځايي خلک خپلې کرنيزې ځمکې پر راستانه شوو کډوالو پلوري او هغوى په کې کورونه جوړوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي هم په خپلو کرنيزو ځمکو کې کورونه جوړوي او بيا يې په کرايه ورکوي.

ده زياته کړه، يو شمېر کډوال کامې، ښېوې او دره نور ولسواليو ته راستانه شوي چې لاره يې پر بهسودو ده او د سړک د تنګوالي له امله هره ورځ ترافيکي پېښې رامنځته کېـږي.

دغه راز د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د کورونو کرايه لوړه شوې، د تګ راتګ پر مهال ګڼه ګوڼه زياته شوې او هم ورځ تر بلې کرنيزي ځمکې له منځه تلونکې دي.

د ولايتي شورا وکيلان

د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر وکيلان بيا پر حکومت نيوکه کوي چې د کډوالو د راتګ بهير ته يې منظم پلان نه دی جوړ کړی؛ ځکه خو هغوی خپله هم له ستونزو سره مخ دي او راتګ يې نورو خلکو ته هم ستونزې جوړې کړې دي.

د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري پژواک ته وويل چې د کډوالو د راتګ لپاره يو منظم پلان ته اړتيا ده ؛ خو دا پلان د يوې سالمې ادارې کار دی هغه چې په ننګرهار کې نشته او د ملي کچه هم زيانمنه ده.

دی وايي، کډوال راځي نه يې د سرپناه ستونزه حل شوې، نه د تعليم، نه روغتيا او نورو بېلابېلو برخو کې مشکلات حل شوي دي.

د دې شورا بلې غړې حميرا رفيع هم نيوکه کوي چې حکومت بايد لومړی د کډوالو لپاره منظم ښارګوټی جوړ کړی وای، ورته يې د کار زمينه برابره کړی وای او بيا يې د خپل وطن ګل وطن تر نامه لاندې هېواد ته راستانه کړي وي.

هغې زياته کړه، اوس چې کله کډوال بېرته هېواد ته راستنېږي؛ نو يا په کنډوالو او يا هم په دښتو کې مېشت کېږي چې هم يې ستونزې ډېرې وي او هم ورته حکومت درواغجن ښکاري.

د ودانیزو توکو د بیو لوړوالی

د کډوالو په ډېر شمېر راتګ سره په بازارونو کې ګڼه ګوڼه ډېره او د تعميراتي توکو بيې لوړې شوې دي، خو د خوراکي توکو په بيو کې کوم بدلون نه دى راغلى.

د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ اړوند د احمدزيو په سيمه کې د مليار بټۍ څښتن حاجي مليار له پژواک سره د خبرو پر مهال تاييد کړه چې د خښتو نرخونه لوړ شوي دي.

دی وايي، د خلکو ګڼې ګوڼې د سکرو او نورو خوراکي توکو بيې لوړې کړي چې له يوې خوا د دوی مزدوران پيسې ډېرې اخلي او له بلې خوا د ډبرو سکاره هم ګران شوي؛ ځکه خو دوی هم د خښتو نرخونه لوړ کړي دي.

د جلال اباد ښار د سمنټو کوڅې يوه سمنټ پلورونکي پژواک ته وويل چې په هره بورۍ کې پنځوس کلدارې نرخ لوړ شوی او لامل يې دلته ډېر استعمال دی.

د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکى شمس الحق چې نوى کور جوړوي، وايي چې پخوا د سنګ کارۍ يو موټر تيږه په ١٤٠٠ کلدارې وه، خو اوس په ٣٠٠٠ هم نه پيدا کېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د شګو، ښختو او تيږو پر موټرو نوبت نه وي چې ورته ووايي يوه اونۍ وروسته يې راوړي.

د ستونزو د حل لارې او وړانديزونه

د چارو شنونکي بيا پر دې اند دي چې د دې ستونزې د حل لپاره بايد حکومت د هر ولايت خلک خپلو ولايتونو ته ستانه کړي او همالته ورته د اوسېدو زمينه برابره کړي.

دوی دغه راز وايي چې د ننګرهار د ۲۲ ولسواليو تازه را کډه شوي اوسېدونکي هم بايد خپلو ولسواليو ته ولېږدول شي تر څو له يوې خوا امنيت ښه شي او له بلې خوا ورسره د جلال اباد ښار ګڼه ګوڼه پای ومومي.

مدني فعال اسدالله لاروي پژواک ته وويل، له پاکستانه راستانه شوو کډوالو ځکه ننګرهار ولايت انتخاب کړ چې نور ولايتونه نا امن دي.

خو هغه په ورته وخت وايي که راستانه شوي کډوال د نورو ولايتونو وي، دولت ورته بايد ځانګړی ځای جوړ کړی وای چې هم ورسره نا امني نه وای ډېره شوې او هم ورسره د ننګرهار لرې پرتې دښتې ابادې شوې وای.

لاروی وړاندې وايي چې ملګرو ملتونو چې څومره کډوال راستانه شوي او دوی راجسټر کړي؛ نو بايد خپلو ولايتونو ته يې وړی وی.

په ننګرهار کې د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې مشر ډاکټر نعمت الله همدرد هم وايي چې حکومت دې راستنو شوو کډوالو ته پوره پاملرنه وکړي، کنه نو دلته په ننګرهار کې به بشري ناورين رامنځته کړي.

هغه وويل چې نه هم د داخلي بېځايه شوو او نه هم د راستنېدونکو کډوالو لپاره تر اوسه کومه منظمه برنامه لري چې له امله يې خلک په ستونزو کې واقع کړي دي.

د چارواکو ځوابونه

د جلال اباد ښاروال وايي چې له ګاونډي پاکستان څخه په ګڼ شمېر د کډوالو راتګ او بيا په په ننګرهار او د جلال اباد ښار کې یې مېشتېدو ښاري بې نظمي، ګڼه ګوڼه او نور مشکلات ډېر کړي دي.

ښاروال حميدالله افغان له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې د کډوالو چارو رياست سره په ګډه د يو شمېر ښارګوټو جوړېدو پلان باندې کار روان دی او هم د ښاري پراختيا لپاره د ښار جوړونې له وزارت سره سلا مشورې شوې دي.

هغه د جلال اباد ښار د واټونو د پراختيا په اړه هم وغږېد او ډاډ یې ورکړ چې نږدې راتلونکي کې به د ښار شپږمې، اوومې او اتمې ناحيو ته ډېر وغځول شي.

د ننګرهار د ترانسپورټ رييس محمد ايوب شرافت هم وايي چې د کډوالو په ګڼ شمېر مېشتېدو د دوی کارونه هم زيانمن کړي دي.

هغه وايي، د ښار له هرې سيمې اډه جوړه شوې او دوی په کم پرسونل نه شي کولی چې خپلې ټولې اډې او دخولي دروازې کنټرول کړي.

شرافت زياته کړه: ((پخوا به هم د ژمي په موسم کې په جلال اباد ښار کې ګڼه ګوڼه زياته وه؛ خو دا ځل ورسره له پاکستانه د راستنو شوو کډوالو شمېر هم ور اضافه شوی چې لا يې مشکلات زياته کړي دي.))

د ترافيکو مديريت چارواکي هم وايي چې د ښار تنګوالی او په ګڼ شمېر د کډوالو راتګ د جلال اباد ښار ترافيکي نظم له بې نظمۍ سره مخ کړی دی.

د ټرافيکو مدير سيد حميد الله سادات پژواک ته وويل چې له يوې خوا د جلال اباد ښار پراختيا کمه ده او يوازې د ۶۰زره خلکو لپاره جوړ شوی او له بلې خوا ورته ورځ تر بلې له نورو سيمو خلک راکډه کېږي چې په دې وروستيو کې يې له دوی هم د حل لاره ورکه کړې ده.

که څه هم د ګڼ شمېر کډوالو راتګ خلک د امنيتي اړخه اندېښمن کړي چې د امنيتي پيښو ګراف به ورسره لوړ شوی وي؛ خو د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي چې تر اوسه داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل چې دوی د راتلونکو کډوالو د راتګ لپاره ځانګړي امنيتي تدابير نيولي او د تورخم په دروازه کې يې ورته کشفي ډلې ځای پر ځای کړې دي.

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالحکيم شېرزاد هم وايي چې په دغه ولايت کې ورځ تر بلې د خلکو نفوس ډېر او ورسره د بې کارۍ کچه هم لوړه شوې ده.

دی په ځانګړي توګه له پاکستانه د راستنو شوو کډوالو او داخلي بېځايه شوو ته ګوته نيسي چې په وينا يې زياتره دغه کورنۍ په جلال اباد ښار او نږدې سيمو کې مېشتې شوې چې له امله يې خلکو ته د کار نه پيدا کېدو ستونزه رامنځته کړې ده.

د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو اتحاديې مشر ډاکټر محمد لياقت عادل هم وايي چې د کډوالو په راتګ هېواد کې بې روزګاري لا لوړه شوې ده.

دی وايي، پخوا د بې روزګارۍ کچه تر پنځوس سلنې لوړه وه او اوس دغه فيصدي لا لوړه تللې ده او زيات بار يې هم د ننګرهار ولايت په خلکو باندې دی.

د ډاکټر عادل په وينا، پخوا به د جلال اباد ښار مزدوران د کار په لټه تر غرمې ولاړ وو؛ خو اوس ورته تر مازديګر هم په چوکونو کې کارونه نه پيدا کېږي.

د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولين هم وايي چې له ګاونډي پاکستان څخه د افغان کډوالو راتګ په ننګرهار کې د زده کړو په بهير هم سيوری غوړولی دی.

د دغه رياست مطبوعاتي مسول محمداصف شينواري پژواک اژانس ته وويل چې تر اوسه يې د ننګرهار په سره رود، بهسودو او رودات ولسواليو او جلال اباد ښار کې ۳۳ زره دغه ډول زده کوونکي جذب کړي دي.

دی وايي، د پوهنې وزارت د يو مکتوب پر بنسټ يې دغه ټول زده کوونکي په هغو ټولګيو کې کېنولي چې دوی په پاکستان کې زده کړې کړې وي او ورته د درېيو مياشتو موده ټاکل شوې چې بايد خپل اسناد راوړي.

خو اصف شينواری وايي، د يادو زده کوونکو د بيا بيا غوښتنو پر بنسټ يې وزارت ته يوه نوې ترحه وړاندې کړې او منظور شوې هم ده چې له مخې به يې د دغو زده کوونکو د اسنادو چارې د بهرنيو چارو وزارت له لوري سمبالېږي.

اوس مهال له پاکستانه د افغان کډوالو بېرته راستنېدل د را روان ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ تر ۲۹مې نېټې ځنډېدلي چې د مارچ په لومړۍ نېټه به بېرته پیل شي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.