ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پر معلم میرولي برید د هغه د زوی د قوماندانۍ له امله دی”

“پر معلم میرولي برید د هغه د زوی د قوماندانۍ له امله دی”

author avatar
22 Dec 2016 - 15:31
“پر معلم میرولي برید د هغه د زوی د قوماندانۍ له امله دی”
author avatar
22 Dec 2016 - 15:31

لښکرګاه (پژواک، ٢ مرغومى ٩٥): په هلمند کې د معلم ميرولي نږدې دوستان وايي چې د زوى د قوماندانۍ پايلې یې د دې لامل شوې چې هغه او کورنۍ يې تر بريد لاندې راشي.

معلم ميرولي په ولسي جرګه کې د هلمند استازى او د دغه ولايت د مخورو کسانو له ډلې شمېرل کېږي.

تېره شپه وسله والو طالبانو د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند په خوشحال خان سيمه کې د معلم ميرولي پر کور بريد وکړ چې په ترڅ کې یې د هغه او مېرمنې په ګډون يې اووه تنه ټپيان شول او د کورنۍ د غړو په ګډون يې اته تنه نور و وژل شول.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى او ويلي يې دي چې د نوموړي په کور کې مهمه امنيتي غونډه روانه وه.

معلم ميرولي په روانه او تېره دوره کې په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازى دى؛ خو په دې دوو دورو کې په رسنيو کې ډېر نه دى ښکاره شوى او ډېرى خلک يې يواځې له نوم سره بلدتيا لري.

د هلمند پخواني والي او د معلم ميرولي ملګري امير حفيظ الله خان حقيار پژواک خبري اژانس ته وويل، که څه هم معلم ميرولي په هلمند کې سياسي مخالفين هم لري؛ خو د تېرې شپې بريد پرې د زوى د قوماندانۍ له امله شوى دى.

د معلم ميرولي زوى حکمت الله حقمل څو کاله وړاندې د پوليسو په برخه کې مسلکي زده کړې وکړې او تر هغه وروسته د هلمند په سنګين، ګرمسېر او ګرشک ولسواليو کې د امنيه قوماندان په توګه دنده ترسره کړه.

حقمل د خپلې دندې پر مهال ګڼو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله او يو شمېر سيمې هم له هغوى څخه ونيولې.

خو حقمل شاوخوا يو نيم کال وړاندې په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو د يوه تاکتيکي بريد په پايله کې و وژل شو.

د نوموړي تر وژل کېدو وروسته دغه دنده يې پلار ته وسپارل شوه؛ خو معلم ميرولي بيا خپل د خور زوى څارمن محمد اسماعيل خپلواک د ګرشک د امنيه قوماندان په توګه وټاکه.

د حکمت الله حقمل په اړه امير حفيظ الله خان وايي: ((ډېر تکړه قوماندان و، ډېر زيات طالبان يې ځپلي وو او دا يوازېنی کس و چې د طالبانو پر وړاندې کلک ولاړ و.))

د هغه په وينا، حکومت هم پر حقمل ډېر حساب کاوه او ډېرو جګړو ته به يې هغه استاوه او حقمل به له برياوو سره بېرته راستنېده.

دغه راز حقيار دا هم وويل چې معلم ميرولي په کوچنيو مسايلو او اختلافاتو کې برخه نه اخلي؛ خو که موضوع ملي وي؛ نو بيا حتماً را ښکاره کېږي، خلک او چارواکي يې خبرو ته غوږ هم نيسي.

د معلم ميرولي زوم، ګل اغا مسلم هم پژواک ته وويل چې د حکمت الله حقمل لاسته راړونې د دې لامل شوې چې معلم ميرولي او کورنۍ تر بريد لاندې راشي.

مسلم وايي، معلم ميرولي د حزب اسلامي تر چتر لاندې په ١٣٥٧ کال کې په هلمند کې د روسانو پر وړاندې سخته جګړه پيل کړه او په ډېرو ځايونو کې یې روسانو ته ماتې هم ورکړه.

هغه وايي، معلم ميرولي د حزب اسلامي د قوماندان منان خان مرستيال و چې د هغه تر وژل کېدو وروسته دى يې ځاى ناستى شو.

د نوموړي په وينا، د روسانو تر وتلو وروسته او د مجاهدينو تر منځ د خپلمنځي جګړو له امله معلم ميرولي د حرکت انقلاب اسلامي تر فشار لاندې راغى او له حکومت سره يو ځاى شو.

مسلم وايي، ميرولي بيا په ګرشک ولسوالۍ کې د حکومت په استازيتوب د حکومت له وسله والو مخالفينو سره جګړه کوله.

د هغه د معلوماتو له مخې، معلم ميرولي په ١٣٧٠ لمريز کال کې بېرته له حزب اسلامي سره يو ځاى شو او په همدغه کال کې د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس په توګه هم وټاکل شو.

مسلم وايي چې د طالبانو له راتګ سره سم معلم ميرولي لومړنى قوماندان و چې له طالبانو سره سخته جګړه وکړه؛ خو له يوې مودې وروسته پاکستان ته کډه شو.

ده زياته کړه: ((يو څه موده چې په پاکستان کې پاتې شو، خو وروسته پاکستان ورته په ٢٤ ساعتونو کې د وتلو امر وکړ.))

هغه زياتوي، له پاکستانه تر وتلو وروسته معلم ميرولي له خپلې کورنۍ سره يو ځاى ګاونډې هېواد ايران ته مهاجر شو او هلته يې ژوند پيل کړ.

مسلم وويل چې د طالبانو له پرځېدو وروسته معلم ميرولي بېرته هلمند ته راستون شو او ١٣٨٢ کال کې د ٩٣مې فرقې د قوماندان په توګه وټاکل شو.

معلم ميرولي په ١٣٣٤هـ ش کال کې د ګرشک ولسوالۍ په مالګير سيمه کې زېږېدلى دى او پلار يې هم له قومي مخورو څخه و.

نوموړي تر ١٤ ټولګي پورې زده کړې کړې او بيا يې په خپله ولسوالۍ کې د ښوونکي په توګه دنده هم ترسره کړې ده.

معلم ميرولي په قوم بارکزى دى، د حزب اسلامي ګوند د غړو تر څنګ په عام ولس او دولتي چارواکو کې هم پلويان لري.

نوموړى درې ښځې اووه زامن او ١٢ لوڼې لري.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.