ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نړيوال سوداګريز سازمان د بين الوزارتي کمېټې لومړۍ ناسته ترسره شوه

د نړيوال سوداګريز سازمان د بين الوزارتي کمېټې لومړۍ ناسته ترسره شوه

author avatar
3 Jan 2017 - 16:04
د نړيوال سوداګريز سازمان د بين الوزارتي کمېټې لومړۍ ناسته ترسره شوه
author avatar
3 Jan 2017 - 16:04

کابل (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٥): افغانستان په نړيوال سوداګريز سازمان کې له غړيتوب ترلاسه کولو شپږ مياشتې وروسته؛ د سوداګريزو اسانتياو هوکړې او د نړۍ سوداګرۍ سازمان د وزارتونو تر منځ د کمېټې لومړنۍ ناسته ټاکل شوو موخو ته د لاسرسي لپاره ترسره کړه.

دغه راز ټاکل شوې چې افغانستان به ډېر ژر د سوداګريزو پروګرامونو د پر مخ وړلو او د نړۍ له سوداګريز سازمان سره د همغږۍ په موخه خپل مرکزي دفتر په ژنيو او پاتې نور دفترونه د چارو د سمون په موخه د حکومت په يو شمېر ادارو کې رامنځته کړي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان په ١٣٨٣ لمريز کال کې نړيوال سوداګريز مرکز ته د خپل غړيتوب غوښتنه وړاندې کړې وه او پايله کې د روان کال په غبرګولي مياشت کې د ياد سازمان د غړي هېواد په توګه ومنل شو.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان په دغه سازمان کې په خپل غړيتوب سره بايد تر ٢٠٣٠ زېږديز کال پورې ٨٤ ژمنې پوره کړي.

سرچينې زياته کړې چې له دغو ژمنو يې ډېرى ٢٠١٦ او ٢٠١٨ کلونو او اداري اصلاحاتو، د قوانينو د عملي کولو او ادارو رامنځته کولو په اړوند دي.

يادو موخو ته د لاسرسي لپاره افغانستان کې د نړيوال سوداګريز سازمان د وزارتونو ترمنځ کمېټه رامنځته شوې او نن يې خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړه.

افغانستان کې د نړيوال سوداګريز سازمان د بين الوزارتي کمېټې غړي، د سوداګرۍ، بهرنيو چارو، ماليې، کرهنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، عامې روغتيا، اطلاعات او فرهنګ، مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ، اقتصاد، له نشه يي توکو سره د مبارزې، ټرانسپورټ او هوايي چلند، کورنيو چارو، عدليې، کانونو او پټروليم، کليو او پراختيا وزارتونو، د سوداګرۍ، مرکزي بانک، د نورم او سټنډرډ ملي ادارې، د چاپېريال ساتنې، ښاروالۍ، سيمه ييزو ارګانونو، برېښنا شرکت ادارو او د ګمرکونو رياست غړو ګډون درلود.

د هېواد د سوداګرۍ او صنايعو وزير همايون رسا، په نړيوال سازمان کې د افغانستان غړيتوب يو ښه فرصت وباله او ويې ويل، افغانستان له دې لارې کولى شي، څو له هغو ګټو او وړانديزونو چې دغه سازمان يې کم پرمختللو او پر وچې پرتو هېوادونو ته لاره؛ ډېره ښه ګټه پورته کړي.

هغه زيات کړه، چې د يادې کمېټې په جوړېدو سره بايد په دولتي ادارو کې همغږي او همکاري رامنځته شي، څو له نړيوال سوداګريز سازمان سره د افغانستان له لوري د ژمنو د عملي کولو په برخه کې عملي ګامونه پورته شي.

نوموړي وويل، هر وزارت او اداره چې د يادې کمېټې غړيتوب لري، بايد په خپلو ادارو کې د نړيوال سوداګريز سازمان په نوم يو دفتر رامنځته کړي، څو په دې سازمان پورې اړونده معلومات د سوداګرۍ له وزارت سره شريک کړي.

د هغه په وينا، که چېرې يو شمېر ادارې دغه ملي پروسه جدي ونه نيسي او ورسره يوځاى نه شي نو جدي چلند به ورسره وشي.

رسا وويل، که څه هم د افغانستان قوانين د سوداګرۍ سازمان له قوانينو سره په ټکر کې نه دي، بلکې د افغانستان پر ټولو قوانينو غور ته اړتيا ده او داسې اصلاحات بايد رامنځته شي، څو په هېواد کې پانګونې ته ښه زمينه برابره کړي.

نوموړې د دې خبرې په څرګندولو سره چې کله هم د افغانستان قوانين له نړيوالو معيارونو سره برابر شي، نو افغانستان کې به ډېر ستر پانګوال پانګونۍ ته زړه ښه کړي، زياته کړه:”موږ ژمنه کوو چې خپل قوانين به له نړيوالو قوانينو سره سم برابرو.”

نوموړي زياته کړه، چې په قوانينو کې له اصلاحاتو سره هېواد کې د پانګوالۍ د جذب لپاره زمينه برابره کېږي، د افغانستان صادرات ورسره لوړيږي او د سوداګرۍ د بيلانس اوسنى کسر هم ورسره له منځه ځي.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان د صادراتو سټراټېژي به ډېره ژر نهايي او په چوکاټ کې به يې د نړيوال سوداګريز سازمان له ګټو سره د افغانسان صادرات لاپسې زيات شي.

اوسمهال د افغانستان صادرات ٧٨٦ مليون ډالرو، خو واردات يې بيا ٥،٦ مليارد ډالرو ته رسيږي.

د رسا په وينا، اوسمهال د افغانستان په ګډون د نړۍ ١٦٤ هېوادونه د دغه سازمان غړيتوب لري او څېړنو ښودلې چې د نړيوال سوداګريز سازمان د غړو هېوادونو اقتصادي پراختيا د ياد سازمان د غړيتوب نه لرونکو هېوادونو په پرتله غوره ده.

هغه وويل، چې افغانستان به ډېر ژر له نړيوال سوداګريز سازمان د سوداګريزو پروګرامو د پر مخ وړلو په موخه يو دفتر په ژنيو کې پرانېزي، چې په دغه برخه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ منظورۍ ته انتظار باسي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سوداګريز مرستيال محمد قربان حقجو هم د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د افغانستان غړيتوب خورا ډېر مهم وباله.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.