ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېرې ورځې په وژل شوو او ټپيانو کې د ملي شورا د دارالانشا ١٤٧ تنه شامل دي

د تېرې ورځې په وژل شوو او ټپيانو کې د ملي شورا د دارالانشا ١٤٧ تنه شامل دي

author avatar
11 Jan 2017 - 11:09
د تېرې ورځې په وژل شوو او ټپيانو کې د ملي شورا د دارالانشا ١٤٧ تنه شامل دي
author avatar
11 Jan 2017 - 11:09

پنځم تعقيب- کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٥): په کابل کې د ملي شورا ودانۍ ته څېرمه د تېرې ورځې د دوو بريدونو له وژل شوو او ټپيانو څخه، ١٤٧ تنه د ولسي او مشرانو جرګو د دارالانشا کارکوونکي دي.

په کابل کې تېره ورځ مازيګر مهال د ملي شورا د يوې ودانۍ مخ ته لومړى ځانمرګى بريد او لږ وروسته بله درنه چاودنه وشوه. د دې بريدونو د مرګ ژوبلې کره شمېر تر اوسه نه دى څرګند.

د  ولسي جرګې منشي عبدالرووف انعامي نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل چې د يادو بريدونو له وژل شوو کسانو ٣٦ تنه د دې جرګې د دارالانشا کارکوونکي دي.

ده وويل چې د دې  بريدونو ډېرى ټپيان هم د دغې جرګې اداري کارکوونکي دي.

انعامي وايي چې په ټپيانو کې په ولسي جرګه کې د هرات استازې رحيمه جامي هم شامله ده.

د ده په وينا، د ولسي جرګې د دارالانشا په وژل شوو او ټپي شوو کارکوونکو کې مامورين، اجير، د وکيلانو ساتونکي او د دارالانشا اړوند امنيتي کسان شامل دي.

د ولسي جرګې د دارالانشا يوه کارکوونکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، پژواک ته وويل چې د دې جرګې د دارلانشا ٨٠ تنه کارکوونکي په دې بريدونو کې ټپيان شوي دي.

دغه راز د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وايي چې د يادو بريدونو له وژل شوو کسانو ١١ تنه او له ټپيانو شل تنه  د دې جرګې د دارالانشا کارکوونکي دي.  

د عامې روغتيا وزارت د عامه اړيکو رياست سلاکار وحيدالله مايار د معلوماتو له مخې، په يادو بريدونو کې د وژل شوو ٣٨ تنو مړي او ٧٢ ټپيان د کابل بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي دي.

د ده په وينا،کېداى شي په دې بريدونو کې د وژل شوو کسانو شمېر تر دې هم ډېر وي او ځينې مړي روغتونونو ته نه وي لېږدول شوي.

مايار ونه ويل چې ياد وژل شوي او ټپيان څوک دي، خو تېره ورځ ځينو سرچينو ويلي وو چې په وژل شوو او ټپيانو کې امنيتي کسان هم شامل دي . 

د بريدونو عيني شاهد او د کابل ښاروالۍ خدماتي کارکوونکي نوراحمد د پېښې په سيمه کې پژواک ته وويل چې په وژل شوو او ټپيانو کې چې ده يې هم په راټولولو کې مرسته کړې، د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي او امنيتي کسان شامل وو.ژ

هغه وويل:” دومره مړي او ټپيان پراته وو تا به ويل چې محشر جوړ دى، چې راټولول مو تر زړه مې وينې څڅېدې، د ځينو کسانو اندامونه جلا، جلا پراته وو. “

د بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى. طالبانو ويلي چې په دې بريدونو کې ٧٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او وژل شوي او ټپيان  ټول د امنيتي ارګانونو اړوند کسان دي.

د بريد له امله مالي زيانونه هم اوښتي دي.

چاودنو د ملي شورا د يادې ودانۍ مخې ته سړک ژور کړى، د دې ودانۍ او هغې ته د څېرمه سترګو روغتون ودانۍ ډېرې ښيښې هم ماتې شوې دي. دغه راز په دې بريدونو کې ځينې موټر هم زيانمن شوي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.