خوست ښار (پژواک، ٢ سلواغه ٩٥): د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي چې د عامه کتابتون د غني کولو لپاره يې هڅې پيل کړې دي.
د خوست عامه کتابتون د ښار لوېديځ لورته د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په ودانۍ کې موقعيت لري، چې هره ورځ ورته لسګونه تنه ځوانان، د ښوونځيو زده کوونکي او د پوهنتون محصلين مطالعې ته راځي.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست محمد زمان نظري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مهال په ياد شوي کتابتون کې د ۱۳ زرو شاوخوا کې بيلابيل کتابونه شامل دي.
نوموړي زياته کړه چې د کتابتون د غني کولو لپاره يې جدي هڅې پيل کړې دي، چې په همدې لړ کې نن ورځ هم يو تن خوستي ځواک د ۲۰۰ ټوکه کتابونو مرسته وکړه.
هغه وايي: ((په دې ۲۰۰ کتابونو کې علمي، سياسي، ادبي، هنري او همدا شان طبي کتابونه شامل دي ، زموږ کتابتون دا ډول کتابونو ته ډېره اړتيا لري او له نورو خلکو غواړو چې دې برخه کې همکاري وکړي.))
د لاهور خان منګل په نوم يوتن ځوان چې د خوست له عامه کتابتون سره يې د کتابونو مرسته کړې، پژواک اژانس ته وويل چې د ځوانانو د علمې کچې لوړولو او د عامه اذهانو روښانولو په موخه يې دا کار ترسره کړی.
نوموړي له نورو خوست مېشتو او له بډايه خلکو هم غوښتنه وکړه، چې ددغه کتابتون د غني کولو لپاره سره د کتابونو مرسته وکړي.
هغه وايي:((زما په نظر د ټولنې جوړول او عامه اذهان د پرمختګ په لوري رهبري کيدل هغه وخت امکان لري چې د علم کچه لوړه وي،د علم کچه د معلومات په شتون کې لوړيږي او معلومات د مطالعې په ذريعه ډيريږي.))
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په وينا،چې د عامه کتابتون لپاره د ۹.۵ ميليونه افغانيو پر ارزښت د يوې ودانۍ پرجوړولو هم کار روان دی چې په نېږدې راتلونکي کې به چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن