لښکرګاه، سرپل (پژواک،٢سلواغه٩٥): د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې اووه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په سرپل کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژل شوى دى.
په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي د سلواغې په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه ناوخته د ګرمسېر په شمالان سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
ده زياته کړه، په دې نښته کې څلور طالبان وژل شوي او درې نوې ټپيان دي، خو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د ګرمسېر د بازار اوسېدونکي شاه محمد پژواک ته وويل، تېره شپه په ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
له بلې خوا، په سرپل ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژل شوى او د طالبانو يو قوماندان نيولى شوى دى.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عنايت الله حبيبي، پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه د سوزمه قلعه ولسوالۍ په برقوت سيمه کې د ريموټ کنټرول ماين د چاودنې له امله د "کوترمه" په نوم د سيمه ييزو پوليسو قوماندان ووژل شو.
نوموړي دغه راز زياته کړه، تېره ورځ مازيګر د طالبانو مشهور قوماندان قاري ذبيح الله د ملي اردو ځواکونو له خوا په بلغلي سيمه کې ونيول شو.
طالبانو لومړۍ پېښه تاييد کړې، خو د قاري ذبيح الله په اړه يې څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن