ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د پخواني ښاروال ساتونکو یو خبريال وهلی دی

ننګرهار کې د پخواني ښاروال ساتونکو یو خبريال وهلی دی

author avatar
26 Jan 2017 - 18:56
ننګرهار کې د پخواني ښاروال ساتونکو یو خبريال وهلی دی
author avatar
26 Jan 2017 - 18:56

جلال اباد (پژواک ۷ سلواغه ۹۵): د جلال اباد د پخواني ښاروال لعل اغا کاکړ ساتونکو په ننګرهار کې د امريکا غږ راډیو خبريال وهلی دی، خو کاکړ دا خبره نه مني.

ياد شوي خبريال ذبيح الله غازي پژواک خبري اژانس ته وويل، نن مازيګر مهال د سرخرود ولسوالۍ اړوند په درونټې سيمه کې هغه مهال چې له ننګرهار پوهنتون څخه د راوتو په حال کې و، د لعل اغا کاکړ ساتونکو وهلی دی.

ده زياته کړه، د پخواني ښاروال وسله والو ساتونکو ورته کنځل هم کړي او د کونداغونو ګوزارونه يې هم پرې کړي دي.

د هغه په وينا، وسله والو يې موټر هم خراب کړی او جامې يې هم ورته څېرې کړې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږياڼي هم پژواک سره په خبرو کې ياده پېښه تایيد کړه او ډاډ يې ورکړ چې پېښه ولايتي ادارې تعقيب کړې ده.

دی زياتوي، تر پېښې وروسته والي ګلاب منګل له ذبيح الله غازي سره خبرې وکړې او ډاډ يې ورکړ، چې ياد شوي کسان به پيدا کړي او پوښتنې ګروېږنې به ترې وکړي.

خو د جلال اباد پخواني ښاروال لعل اغا کاکړ دا ردوي، چې ګواکې د ده ساتونکو دې دا کار کړی وي.

هغه وايي، يواځې يو ساتونکی لري چې هغه هم له ده سره دی او بل هېڅ ساتونکی نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.