مزارشريف (پژواک، ٢١ سلواغه ۹۵): د بلخ د نقاشۍ او انځورګرۍ هنرمندانو، حکومت خپل دغه هنر ته پر نه پاملرنه تورن کړ.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د سلواغې په ۲۲مه د انځورګرۍ او نقاشۍ نندارتون جوړ شوی و.
د دغه نندراتون په څنډه کې بېلابېلو هنرمندانو له حکومت څخه د نقاشۍ او انځورګرۍ د پرمختګ په برخه کې د نه کار کولو شکايت وکړ.
مېرمن حفيظې محمدي، چې له تېرو لسو کلونو په بلخ ولايت کې د نقاشۍ او رسامۍ په برخه کې کار کوي، پژواک خبري اژانس ته وويل تصميم لري چې د خپل هنر په برخه کې نورې ښځينه هنرمندانې هم وروزي.
هغې په همدې تړاو له حکومت څخه ګيله وکړه چې د نقاشۍ او رسامۍ هنر د پرمختګ لپاره د دوی ملاتړ نه کوي.
خو مېرمن محمدي بيا هم ټينګار وکړ، که کومې نجونې په دې برخه کې د کار کولو مينه والې وي، نو دا ورسره پوره مرسته کولی شي.
په ننني نندراتون کې د بلخ، جوزجان او سرپل ولايتونو د ۶۰ هنرمندانو نږدې ۳۰۰ تابلوګانې نندارې ته وړاندې شوې وې.
د دغه نندارتون تنظيموونکي محمد اسماعيل بلخي پژواک ته وويل، موخه يې د نقاشۍ او رسامۍ هنر ته وده ورکول دي.
نوموړي زياته کړه، په ننني نندارتون کې د هنرمندانو تر منځ سيالۍ هم تر سره کېږي او ښه هنرمند ته په کې ستاينليک ورکوي.
محمد رفيق جنبش چې په ياد نندراتون کې يې د تابلوګانو ننداره کوله، پژواک ته وويل چې د نقاشۍ او رسامۍ له لارې نه يواځې ذهن ته تفريح ورکول کېږي، بلکې په ليدو يې انسان د ټولنې د سمون لپاره له غښتلو پيغامونو سره هم اشنا کېږي.
د هغه په وينا، په دغه نندراتون کې له داسې ډېرو تابلوګانو سره مخ شوی چې د سولې، عاطفې، مينې او نږدېوالي پيغامونه يې لرل.
بلخوا د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، په ټوله کې دوی د نقاشۍ او رسامۍ هنر د پرمختګ لپاره بوديجه نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن