واشکنټن (پژواک، ۲۲ سلواغه ۹۵): امریکا د افغان په چارو کې د روسیې، ایران او پاکستان له لاسوهنو اندېښنه ښودلې او وايي چې روسیه او ایران په دغه هېواد کې د ناټو ماموریت پر وړاندې ستونزې جوړوي.
دغه څرګندونې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن تېره شپه د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدمتونو کمېټې استماعیه غونډې ته وکړې.
نوموړي په دې استماعیه غونډه کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د ماموریت په اړه امریکايي سناتورانو ته حساس او حیاتي معلومات وړاندې کړل.
جنرال نیکولسن د امریکا سنا د هېواد په کورنیو چارو کې د روسیې، ایران او پاکستان له لاسوهنو خبره کړه او ګواښ یې وکړ چې په پاکستان کې د ترهګرو او ورانکارو د امنو پناه ځایونو له تړلو پرته به امریکا په دې جګړه کې لوی قیمت پرې کړي.
نوموړي د افغان ځوکونو پر وړتیا ویاړ کاوه خو د اداري فساد او د نشه يي توکو له ډېروالي یې نا رضایتي وښوده.
نیکولسن د امریکا نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ ته د دغه کمېسیون له لارې مشوره ورکړه چې د افغان ځواکونو او د افغانانو ملاتړ ته دې دوام ورکړي، د سولې له پروسې دې ملاتړ وکړي او پر پاکستان دې فشار راولي.
هغه زیاته کړه چې په پاکستان کې د ترهګرو او طالبانو د پناه ځایونو په شتون کې د دې ښکارندې پر وړاندې مبارزه ستونزمنه ده.
د امریکا د سنا د پوځي خدمتونو کمېټې رییس جان مکین او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان د افغانستان د خلکو له قربانیو، مېړانې او مبارزې ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له افغانستان سره همکارۍ او پر پاکستان به یې فشارونه دوام ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن