خوست ښار (پژواک، ١١ کب ٩٥): په خوست ولايت کې سلګونه کسانو د يو لاريون په ترڅ کې له مرکزي دولته غوښتي چې د والي په ګډون نور هغه دولتي چارواکي له دندو لرې کړي چې په فساد کې ښکېل دي.
لاريون کوونکي چې د کب په ١١مه د دغه ولايت د مندوزيو په ولسوالۍ کې راټول شوي وو، د دوو ساعتونو لپاره يې د خوست- ګردېز لاره تړلې وه او دواړه غاړو ته سلګونه لوی او واړه موټر بند پاتې وو.
لاريون کوونکو د خوست پر والي حکم خان حبيبي نيوکه وکړه چې ګني د دولتي ځمکو د غصب او خرڅلاو تر څنګ د قومي ځمکو د غصبولو هڅې کوي.
هغوی د ولايتي ادارې پر ضد شعارونه ورکول او له دندو څخه په فساد کې د ښکېلو چارواکو د لرې کولو غوښتنه يې کوله.
د لاريون يوه ګډونوال عزيزالرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي حکم خان حبيبي د يادې ولسوالۍ د خلکو شخصي ځمکې د دولت ملکيت بولي او د ښارګوټو جوړولو پلان په کې پلی کوي.
هغه زياته کړه: ((والي حبيبي د خپلو شخصي ګټو په خاطر دا ځمکې وېشي، موږ چا ته په خپلو ځمکو کې د رهايشي نومرو د وېش اجازه نه ورکوو. دولت دې د ځمکو له غصب او خرڅلاو څخه لاس واخلي.))
لاريون کوونکو ګواښ وکړ، که چېرې مرکزي دولت د دوی غوښتنې ونه مني، نو نور مدني حرکتونه به هم پيل کړي.
په همدې حال کې د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې د خوست ولايت ټولې هغه ځمکې چې دولت په کې ټول ګټې پروژې پلې کوي، دولتي ملکيتونه دي.
هغه زياته کړه: ((که قومونه د ځمکې د ملکيت دعوی لري، خپل اسناد دې عدلي او قضايي ارګانونو ته وړاندې کړي، د محکمې پرېکړه به ثابته کړي چې رښتيا هم شخصي ملکيتونه دي او که دولتي ځمکې دي.))
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم ګڼ شمېر ولسي خلکو او د ولايتي شورا يو شمېر غړو په يوه غونډه کې ولايتي اداره په ځانګړې توګه والي حکم خان حبيبي په اداري فساد او د ځمکو په غصب او خرڅلاو کې ښکېل وبلل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن