ميمنه (پژواک ١٨ کب ٩٥): د فارياب سيمه ييز چارواکي وايي، چې د ياد ولايت په قورغان ولسوالۍ کې د نجونو د ليسې د دريو ښوونکو په ګډون له ٨٠ زياتې زده کوونکې مسمومې شوې دي.
د فارياب ولايت د قورغان ولسوال انجنير اکبر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادې زده کوونکې او ښوونکې د دغې ولسوالۍ د سيدبرکت الله د نجونو ليسې اړوند دي.
هغه زياته کړه: "مسموم شوې ټولې د اندخوى ولسوالۍ او د جوزجان ولايت روغتونونو ته لېږدول شوې او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې دا کار کومې ډلې ترسره کړى، خو اړونده ارګانونو يې په اړه څېړنې پيل کړې دي."
د فارياب د پوهنې رييس غلام سخي بيان وويل، چې په ياده پېښه کې ٨١ زده کوونکې او درې ښوونکې مسموم شوې، چې له دې جملې يې د ٧ زده کوونکو وضعيت د اندېښنې وړ دى، چې د درملنې په موخه د جوزجان ولايت مرکز شبرغانو ښار ته لېږدول شوي دي.
د مدني ټولنې بنسټونو شبکې مسوول زلمي عزيزي، د حکومت د وسله والو مخالفينو په وړاندې د دولت پر نه تعريف شوو سياستونو نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د مارچ مياشتې په اتمه نېټه چې د ښځو ورځ ده؛ د دوا شيندل د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو په وړاندې ښکاره دوښمني ده.
عزيزي وويل: "دولت بايد د ترهګرو او دوښمنانو په اړه روښانه تعريف ولري، د هغوى د له منځه وړلو لپاره عملي ګام پورته کړي؛ له هغه پرته به په بېلابېلو برخو کې د دا ډول پېښو شاهدان يو."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن