ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې دوه کتابتونونه پرانېستل شول

پکتيا کې دوه کتابتونونه پرانېستل شول

author avatar
13 Mar 2017 - 14:27
پکتيا کې دوه کتابتونونه پرانېستل شول
author avatar
13 Mar 2017 - 14:27

ګردېز(پژواک،٢٣کب٩٥): د پکتيا په دوو ولسواليو کې د يوه بنسټ له لوري د ځوانانو د علمي کچې د لوړوالو په موخه دوه کتابتونونه پرانېستل شول.

دغه بنسټ “وطنپال زلمي” نوميږي چې شاوخوا يو کال وړاندې د يو شمير ځوانانو لخوا جوړ شوى دى.

د دې بنسټ غړي وايي چې د هېواد د ډېری ستونزو حل  زده کړې دي او يوازې کـتاب او قلم د تاوتريخوالي د وسايلو ځای نيولی شي، نو په همدې فکـر يې هـوډ کړى چې په ټولنه کې د اساسي کار لپاره هر ځای، سيمې او کلي ته کـتاب ورسوي.

د دې بنسټ مشر منور انديال د کب په٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ټول د يوه ګـډ ګـټور او نوښتګـر عمل لپاره سره راټول شوي او هڅه کوي چې ددې ولايت ټولو سيمو ته کتابونه ورسوي.

انديال وايي چې د کـتاب راټولونې کـمپاين يې د خلکـو له پراخ هرکلي سره مخ شوی او هر چا تر وسه ورته کـتابونه ورکـړي او په راټولولو کې يې هم ور سره مرسته کـړې ده.

نوموړي پژواک ته وويل:((له هر چا مو د کـتاب غوښتنه وکـړه، ډېرو ځايونو ته  لاړو، کار واقعا ډېر ستړی و، خو ښه پايله او خوږه ثمره يې لرله؛ په دوه نيمو، درې مياشتو کې مو شاوخوا ۱۴ زره ټوکه بېلابېل کـتابونه او لسګـونه زره افغانۍ ترلاسه کـړي او په شفاف ډول مو د ملګـرو په شتون کې پرې کـتابونه واخيستل او تحويل مو کـړل.))

وطنپال زلمي بنسټ د کـتابونو راټولولو وروسته د کـتابتونونو په پرانېسته پيل وکـړ چې لومړی کـتابتون يې د پکـتيا په يوه لويه ولسوالۍ (څمکـني) او دويم يې په ډنډپټان ولسوالۍ کې پرانېست.

د وطنپال زلمي بنسټ مرستيال محمدشريف شريفي وايي چې د کـتابونو ټولولو جريان لا هم روان دی، خو د اوس لپاره شته کـتابونو ته په کـتنې هرې ولسوالۍ ته شاوخوا ۱۵۰۰بېلابېل کـتابونه ورکـوي او د ټولو ولسواليو په مناسبو ځايونو کې کـتابتونونه پرانيزي، چې لاسرسی ورته اسانه وي.

شريفي وويل:((د څمکنيو او پټان ولسواليو علم دوسته خلکـو لومړی غوښتنه وکـړه او له اصولو سره سم يې مناسب ځايونه برابر کـړل، دا چې د ډېری سيمو خلک له مطالعې سره يو څه نوي دي، موږ هم دا ټکی په نظر کې نيولی او هرې ولسوالۍ ته بېلابېل کـتابونه ورکـوو.))

د ډنډپټان ولسوالۍ د پوهنې امر نجيب الله فـطرت د کـتابتون پرانېستلو ته خوښ دی او هيله ښيي چې د مطالعې د فکـر په ترويج او پراخولو کې به ډېره مرسته وکـړي او زده کـوونکو او ځوانانو ته به ډېر ګـټور وي.

فطرت وايي:((دا واقعا نوی او ډېر موثر کار دی، موږ له وطنپال زلمي بنسټ څخه ډېره مننه کوو؛ دا زموږ د شاګـردانو، د دې سيمې د اوسېدونکـو او په مجموع کې د ځوانانو لپاره ډېر ګـټور دی او دوی ته د مطالعې او ماخـذ لويه ساحه په لاس ورکـوي، موږ به انشاالله د کتابخانې غني کولو ته کار وکړو.))

د څمکنيو ولسوالۍ د يوولسم ټولګي يو تن زده کـوونکی عبدالله په ولسوالۍ کې د ياد کـتابتون په جوړېدو خوښي ښيي او وايي چې تر دې وروسته به وکولی شي له ملګـرو او ټولګـيوالو سره د دې کـتابتون له کـتابونو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ګـټه واخلي.

نوموړي زياته کـړه:((دا ډېر خوند کـوي چې نږدې کـتابخانه وي او د ناستې او مطالعې ځای ولري، يانې اوس که موږ ته کومه کورنۍ وظيفه راکـړل شي موږ ډېر معلومات راټولولی شو او که پرته له کورنۍ وظيفې وي هم ازاده مطالعه کـولی شو. له ډېرو کـتابونو، د پوهانو له نظريو او ليکـوالانو سره اشنا کـېدلی شو.))

د وطنپال زلمي بسنټ دا مهال ٢٧ غړي لري چې درې يې نجونې دي. 

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.