ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د فوټبال سيالۍ د ولايت مقام لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

خوست کې د فوټبال سيالۍ د ولايت مقام لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

author avatar
1 Apr 2017 - 15:48
خوست کې د فوټبال سيالۍ د ولايت مقام لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
author avatar
1 Apr 2017 - 15:48

خوست ښار(پژواک،١٢ورى٩٦): خوست کې د فوټبال سيالۍ چې نږدې يوه نيمه مياشت وړاندې پيل شوې وې، د خوست  ولايت مقام لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسيدې.

د (خپل وطن ګل وطن) په نوم د فوټبال دغه سيالۍ د خوست په ملي لوبغالي کې پرون ماښام پاى ته ورسېدې .

د خوست د المپيک امر عزيزالرحمن ملنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې په يادو سياليو کې د ولايت مقام، امنيې قوماندانۍ او د ځينو نورو دولتي ادارو ترڅنګ د يو شمېر سيمه ييزو رسنيو په ګډون ۱۵ لوبډلو ګډون درلود.

هغه وويل،ددې سياليو په پایلوبه کې د ولايت مقام او ښاروالۍ فوټبال لوبډلې له يو بل سره مخ شوې، چې د ولايت مقام لوبډلې دا لوبه د دوه ګولونو وهلو سره د ښاروالۍ له لوبډلې وګټله او د لوبو اتله لوبډله شوه.

هغه زياته کړه: ((لومړی مقام ولايت مقام، دويم مقام ښاروالۍ او درېيم مقام د امنيه قوماندانۍ لوبډلې تر لاسه کړ. دا ډېرې ښې سيالۍ وې. تاسو وليدل چې ليدو ته يې په زرګونه خلک د خوست او حتا له ځينو نورو ولايتونو څخه هم  راغلي وو)).

عزيزالرحمن ملنګ زياته کړه چې له دې سياليو څخه يې ترټولو ستره موخه د نشه يي توکو پرضد مبارزه، له ناقانونه مهاجرتونو څخه د ځوانانو را ګرځول او د پايدارې سولې په اړه پيغام ورکول وو.

هغه وويل: ((د نشه يي توکو سره مبارزه او هغه ځوانان چې پر قاچاقي توګه نورو هېوادونو ته ځي، هغوی ته مو پيغام دادی چې له دې کاره دې لاس واخلي او همدارنګه لکه څنګه چې ګلبدين حکمتيار سوله وکړه، همداسې دې نورې وسله والې ډلې هم سوله وکړي، څو ټول افغانان په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي.))

په همدې حال کې د فوټبال ځينو لوبغالو پژواک ته وويل چې  د دا ډول سپورټي سياليو په ترسره کېدو سره د خلکو ترمنځ يووالی رامنځته کيږي او دا د سولې او ثبات په ټينګښت کې مهم رول لري.

يو تن لوبغاړي رحمت الله پژواک ته وويل: ((د دا ډول لوبو په تنظيم سره فوټبال پرمختګ کوي او ددې ترڅنګ د هېواد او په ځانګړي ډول د خوست لپاره د سولې سمبول کيدلی شي.))

په ورته وخت کې د يادو لوبو يو ننداره کوونکي وحيدالله منګل پژواک ته وويل، هر ځل چې دا او نورې سيالۍ ترسره کېږي، خلکو ته د ساعتېرۍ ښه زمينه هم په لاس ورځي.

نوموړي وويل: ((د ورځې لخوا په ښار کې خپل کاروبار پرمخ وړم، خو مازيګر د دې لوبو ليدو ته راتلم، ټوله ستړيا به مې ووتله، زموږ غوښتنه دا ده چې دا ډول لوبې په پرله پسې توګه تنظيم او ترسره شي.))

يو شمېر نورو بيا ويل، چې په لرې پرتو سيمو کې هغه ډول چې لازمه ده،د سپورټ زمينه نه ده برابره او له ولايتي مسوولينو يې وغوښتل چې د سپورټ د ودې لپاره ورته اړينې اسانتياوې برابرې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.