ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د ملي دفاع وزارت يو افسر وژل شوى

کابل ښار کې د ملي دفاع وزارت يو افسر وژل شوى

author avatar
11 Apr 2017 - 13:41
کابل ښار کې د ملي دفاع وزارت يو افسر وژل شوى
author avatar
11 Apr 2017 - 13:41

کابل (پژواک، ٢٢ ورى ٩٦): د کابل ښار د پنځمې ناحيې د کمپنۍ بازار په مربوطاتو کې ناپېژاندو وسله والو د ملي دفاع وزارت يو افسر وژلی دی.

د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري وايي چې د دفاع وزارت د مادي او تخنيکي معاونيت د انجنيري رياست افسر ډګروال سلطان محمود نن سهار شپږ بجې د کابل ښار کمپنۍ سيمې د بازار په کاريز ساحه کې د ناپېژاندو اشخاصو له بريد سره مخ شو.

هغه زياته کړه چې د ملي اردو دغه افسر له کوره د دندې پر لور روان و چې بريد ورباندې وشو.

هغه وويل چې د پېښې د څرنګوالي او لاملونو په اړه يې څېړنې روانې دي.

د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ چارواکو هم د پېښې پخلى کړى او په دې اړه يې د څېړنو خبر ورکړى دی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ورځ هم په کابل ښار کې د عدلي او قضايي مرکز دوه افسرانې او يو د مهمو اشخاصو د ساتنې رياست افسر د ناپېژاندو کسانو له لوري ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرګې غړې ډاکتر انارکلي هنريار نن د جرګې په عمومي ناسته کې د کابل ښار امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ وباله.

هغې وويل چې دا پېښې پلان شوې او بايد په اړه يې جدي څېړنې ترسره شي.

هنريار له کشفي او څارګرو ادارو غوښتنه وکړه چې د دې ډول پېښو د څرنګوالي، طرحې او پلان ځايونو په اړه دې څېړنې وکړي او د هغو عاملين دې ونيسي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.