خوست ښار (پژواک، ٢٧ ورى ٩٦) : په خوست ولايت کې د نامعلومو کسانو لخوا د داعش وسله والې ډلې په ملاتړ شپې پاڼې غورځول شوې دي.
د دې ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د وري په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې شپې پاڼې د صبريو ولسوالۍ په مکتب بازار، ډنډ فقيران او سوري پاڼ په سيمو کې غورځول شوې دي.
سرچينې زياته کړې، دوى په دې اړه پلټنې پيل کړې دي چې دا پاڼې د چا لخوا څه ډول دلته ويشل شوې دي.
د صبريو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى محمد داوود وايي، دا شپې پاڼې د جوماتونو او دوکانونو پر دروازې لګول شوې دي.
هغه زياته کړه، په دې شپې پاڼو کې ددعش ډلې لخوا ويل شوي چې دوى په دې ولسوالۍ کې ددولت او امريکايي ځوکونو پر ضد عمليات پيلوي.
سرچينې زياته کړې، په دې شپې پاڼو کې له خلکو د مرستې غوښتنه شوې او د نه کولو په صورت کې د مجازاتو ګواښنه شوې ده.
د دغې شپې پاڼې يوه کاپي پژواک ترلاسه کړې چې د داعش ډلې توره لوګو او په شپږو مادو کې په پښتو ژبه ليکنه پرې شوې ده.
د يادونې ده چې تر ننګرهار وروسته، اوس په لوګر، جوزجان، سرپل ، کونړ او ځينو نورو ولايتونو کې هم د داعش فعاليتونو تر سترګو کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن