خوست ښار (پژواک، ٤ غويى ٩٦) : په خوست ولايت کې پر ځانګړو افغان ځواکونو ځانمرګى بريد شوى دى.
د خوست د امنيه قوماندانۍ يوې سرچينې د غويي په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن تر غرمې وروسته په شاوخوا يوه بجه له زاړه هوايي ډګر سره قوي چاودنه وشوه.
سرچينې زياته کړې، کېداى شي دا ځانمرګى بريد وي چې په سيمه کې يې د کمپاين په نامه د ځانګړو افغان ځواکونو يوه پوسته په نښه کړې ده .
ددې چاودنې غږ په ټول خوست ښار او شاوخوا سيمو کې اورېدل شوى او د نږدې کورونو ښيښې يې ماتې کړې دي.
د چاودنې له ساحې څخه لوګي پورته کېږي.
په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن