ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د کرکټ نړيوال لوبغالی جوړېږي

ننګرهار کې د کرکټ نړيوال لوبغالی جوړېږي

author avatar
26 Apr 2017 - 16:13
ننګرهار کې د کرکټ نړيوال لوبغالی جوړېږي
author avatar
26 Apr 2017 - 16:13

جلال اباد (پژواک، ۶ غويی ٩۶): د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د دوه نيم ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د کرکټ د يوه نړیوال لوبغالي د جوړېدو چارې پیل شوې.

د دغه لوبغالي د جوړېدو د پرانيستې مراسمو کې چې د غويي په ۶مه نیول شوي وو، د افغانستان د کرکټ بورډ پر مشرتابه سربېره د مشرانو جرګې او ولایتي شورا استازو او ننګرهار والي ګډون کړی و.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل جلال اباد کې د کرکټ د دغه لوی لوبغالي د جوړېدو د پیل په مراسمو کې وويل، ياد ولایت او په ټوله ختيځه سيمه کې له کرکټ سره د ځوانانو د بې کچې مينې له امله یې وپتېيله چې دغه لوبغالی جوړ کړي.

هغه زياته کړه: ((د دې لپاره چې سږ کال دغه میدان په پلان کې نه و، موږ ته په ننګرهار کې د کرکټ د لوبغالي ډېره اړتيا وه؛ نو ځکه مو د کال په منځ کې په پلان کې شامل کړ. دا به نه يوازې د هېواد، بلکې د سیمې په سطحه نړيوال میدان وي.))

د مشعل په خبره، پر یاد لوبغالي دوه نیم میلیونه امریکايي ډالر لګښت راځي چې د دوو کلونو په موده کې به یې جوړ کړي.

نوموړي زياته کړه، ياد نوی جوړېدونکی لوبغالی په درېيو کټګوریو کې جوړوي چې هرې برخې ته یې بېلې، بېلې پیسې ځانګړې کړي.

د کرکټ بورډ مشر وايي، اداره يې د دغه لوبغالي د جوړېدو د لومړۍ برخې لپاره اوه سوه زره امریکايي ډالر بودیجه لري چې د لوبغالي پر چاردېوالۍ او د ځمکې پر هوارولو لګول کېږي.

نوموړی وايي، د لوبغالي تر څنګ په ټولو معیارونو برابر مسلکي روزنځای (اکاډمۍ) هم جوړوي.

په همدې حال کې د ننګرهار والي ګلاب منګل ژمنه وکړه چې د کرکټ بورډ له ادارې سره د دغه لوبغالي په جوړولو کې هر ډول همکاري کوي.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ ژمنه دا ده چې هر ډول سهولتونه او اسانتیاوې به د دې میدان لپاره اماده کوو. دا نه یوازې د ننګرهار میدان دی، بلکې نړیوال دی او راتلونکي کې به دلته نړیوال لوبغاړي لوبې کوي.))

د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار وویل چې د افغانستان کرکټ د پرمختګ په یوه نوي درشل کې دی او د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د کرکټ د لوبغالي ودانول به د پرمختګ دغه لړۍ خورا توده او پراخه کړي.

مسلمیار د کرکټ بورډ او ولایتي ادارې له مسوولینو مننه وکړه چې په ننګرهار کې یې د کرکټ د معیاري لوبغالي د ودانولو لپاره هلې ځلې وکړې.

اوس مهال ننګرهار کې د یو شمېر کوچنیو او خصوصي میدانونو سربېره د هېواد په کچه د غازي امان الله خان بل لوبغالى هم شته.

له دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د کرکټ لپاره لوبغالي جوړ شوي چې د کار د خرابوالي رپورټونه یې ورکړل شوي.

د کرکټ بورډ مشرتابه نن ننګرهار کې ژمنه وکړه چې په هېواد کې د ټولو جوړ شوو لوبغالو کمی او ستونزې هواروي او خرابې شوې برخې یې ور جوړوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.