ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان پارلماني پلاوي له ولسمشر غني سره هم وکتل

د پاکستان پارلماني پلاوي له ولسمشر غني سره هم وکتل

author avatar
30 Apr 2017 - 19:12
د پاکستان پارلماني پلاوي له ولسمشر غني سره هم وکتل
author avatar
30 Apr 2017 - 19:12

کابل (پژواک، ١٠ غويى ٩٦): د افغانستان حکومت وايي، هېواد ته د پاکستان د پارلماني پلاوي له سفر څخه تمه لري چې له هغوى سره کتنې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا په رامنځ ته کېدو مرسته وکړي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان پارلماني پلاوی چې د دغه هېواد د پارلمان د رئیس سردار ایاز صادق په مشرۍ پرون کابل ته راغلی و، د ملي شورا له استازو سره تر کتلو وروسته یې له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم وکتل.

سرچينه کاږي، د ملي یووالي حکومت، افغانستان ته د پاکستان د پارلماني پلاوي د سفر هرکلی کوي او دا لیده کاته د نظرونو د تبادلې او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د مشترک درک او باوري فضا د ایجاد لپاره مناسب فرصت، ګڼي.

سرچينه زياتوي، د ستونزو او ننګونو د حل په برخه کې د افغانستان او پاکستان د خلکو ګډ درک او د اړیکو رامنځته کول، د ترهګرو ډلو له کړنو څخه د راپیدا کېدونکو ګواښونو پر وړاندې، چې دا مهال د دواړو هېوادونو او سیمې خلک ګواښي، زموږ هڅې همغږې او موثرې کولای شي.

د خبرپاڼې په حواله، د افغانستان حکومت تمه لري چې دا کتنې به د باور فضا په رامنځته کېدو کې مرسته وکړي او پخوانۍ  بې باورۍ له منځه یوسي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د ملي یووالي حکومت د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د همکارۍ په اړه د پاکستان د پارلماني پلاوي د نېک نظر هرکلی کوي او د دې ډول فضا رامنځته کېدل د افغانستان او پاکستان د خلکو او په دواړو هېوادونو او سیمه کې  د سولې او ثبات په ګټه بولي.

حکومت ويلي: "هيله من یو، دا کتنې د پاکستان دولت د هغو ژمنو د پلي کېدو لامل شي چې په درې اړخیزو او ټولو دوه اړخیزو او څو اړخیزو غونډو کې یې د افغانستان د سولې او ثبات د تامین په برخه کې د همکارۍ په موخه کړې وې."

له بلې خوا، ياد شوي پلاوي له مخکينې ولسمشر حامد کرزي سره هم ليدلي دي.

د هغه له دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د پاکستان د ملي شورا مشر سردار اياز صادق د پاکستان د لومړي وزير محمد نواز شریف لیک کرزي ته وسپاره.

سرچينه کاږي، په دغه لیک کې په بلخ کې پر شاهین ۲۰۹ قول اردو باندې د تروریستي برید د غندنې او د خواشینۍ د څرګندولو ترڅنګ یو وار بیا له حامد کرزي څخه بلنه شوې ده چې له پاکستان څخه لیدنه وکړي.

سرچينه زياتوي، دغه بلنه د پخواني جمهور رئیس له خوا ومنل شوه او ډاډ ورکړل شو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره چمتو دی چې په یوه مناسب وخت کې دغه هېواد ته سفر وکړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، په دې کتنه کې ياد شوي پلاوي د پاکستان حکومت د ورورولۍ او دوستي پیغام ولوسته او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د نېکو او حسنه روابطو پر تحکیم ټینګار وکړ.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.