ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ښوونکو د ٢١٩ ښوونځيو دروازې تړلې

د خوست ښوونکو د ٢١٩ ښوونځيو دروازې تړلې

author avatar
6 May 2017 - 14:35
د خوست ښوونکو د ٢١٩ ښوونځيو دروازې تړلې
author avatar
6 May 2017 - 14:35

خوست ښار (پژواک، ١٦ غويى ٩٦): د خوست د څلورو ولسواليو او د مرکز ښوونکو، ۲۱۹ ښوونځي د اعتصاب په ډول تړلي او له دولت څخه د استوګنې لپاره د يوې يوې نومرې ځمکې غوښتنه کوي.

د دغو ښوونځيو ښوونکي چې ټول شمېر يې ۳۴۴۹ ته رسېږي، له دې کبله نن د اعتصاب په ډول ياد ښوونځي وتړل چې دولت د استوګنې لپاره د ځمکو په وېش کې پاتې راغلی دی.

د دغو ښوونکو يوه استازي رييس حسن د غويي په ١٦مه پژواک اژانس ته وويل چې په دغه اعتصاب کې د خوست د مرکز په ګډون څلور ولسوالۍ باک، صبریو ، يعقوبي تريزايي او ځاځي ميدان شاملې دي.

هغه زياته کړه چې په ۱۳۸۶ لمريز کال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د يوه فرمان له مخې پوهنې وزارت ته دنده سپارلې وه چې ټولو مستحقو ښوونکو ته د استوګنې لپاره يوه يوه نومره ځمکه ورکړي.

ده وويل: ((په تېرو لسو کلونو کې دولت زموږ د نومرو په اړه هېڅ ډول اقدام نه دی کړی. ډېرې هلې ځلې مو وکړې، خو د پوهنې له رئيسه نيولې تر ولايتي شورا، والي او تر وزارته مو خپل غږ ورساوه، خو چا غوږ نه دی راته نيولی.))

د ځاځي ميدان ولسوالۍ يوه ښوونکي لال ګل پژواک اژانس ته وويل، تر هغه چې دولت د دوی غږ وانه وري او غوښتنه يې ونه منل شي، خپل اعتصاب ته به دوام ورکړي.

ده وويل: ((زموږ ښوونځي به تر هغه تړلي وي او زده کوونکي به مو رخصت وي، څو چې دولت زموږ د نومرو لپاره ځمکه بېله کړي. دا زموږ حق دی، موږ خپل ولس ته خدمت کړی دی.))

ښوونکي لال ګل زياته کړه چې له ۱۳۵۸ کال راهيسې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي، خو له مياشتني معاش پرته دولت ورسره نور هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

د خوست د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد اکبر تڼي پژواک اژانس ته وويل چې رياست يې رسمي ښوونکو ته د ځمکې د وېش لپاره پوره هلې ځلې کړې خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.

ده زياته کړه: ((زموږ وس خو دا دی چې وزارت ته يې غوښتنه ورسوو او رسولې مو هم ده، خو دا چې عملي اقدام نه اخيستل کېږي، دا زموږ تېروتنه نه ده. موږ هم غواړو چې ښوونکي يوه يوه نومره ځمکه ولري.))

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ بيا وويل، هغه ښوونکي چې پخوا ورته ځمکه بېله شوې، د هغوی د نومرو په وېش کې پراته خنډونه له منځه تللي او ډېر ژر به ورته عملي کار پيل کړي.

خو ځدراڼ زياته کړه، هغه ښوونکي چې په ياد نوملړ کې نشته، د هغوی لپاره د اراضي او پوهنې رياستونو ته دنده سپارل شوې، څو ځمکه تثبيت کړي او د پړاوونو ترسره کولو په اړه عملي اقدام وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.