کابل (پژواک، ١٧ غويى ٩٦): کابل ښار کې يو خصوصي روغتون د معياري روغتيايي خدمتونو د نه وړاندې کولو له امله وتړل شو.
د کابل ولايتي شورا منشي لطف الله نعماني، نن (د غويي ١٧ مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، د کابل ولايتي شورا له تېرو دوه اونيو راهيسې د عامې روغتيا وزارت د قوانينو او څېړنې، لويې څارنوالۍ او د کابل امنيه قوماندانۍ د جنايي برخې په همکاري د ښار په روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو د څېړنې او وړاندې کولو کمپاين پيل کړى دى.
هغه زياته کړه، ياد پلاوي تېره اونۍ د څلورمه ناحيې په تايمني سيمه کې د "يشفين" خصوصي روغتون تړلى دى او دغه راز نن د پنځلسمې ناحيې اړونده د خيرخانې په لب جر سيمه کې د مصطفى مسعود روغتون، د اړينو معيارونو د نه رعايت او د ګډ پلاوي د پخواني ګواښ له مخې؛ تړلى دى.
نعماني د ياد روغتون د تړلو دليل د اړينو خدمتونو نه وړاندې کول، د روغتون د لېږد جواز نه درلودل، د قاچاقي درملو پلور، د نظافت او پاکي نه مراعاتول او له ناروغانو سره ناسم چلند په ګوته کړل.
هغه وويل: "ګډ پلاوي تېره اونۍ ياد روغتون ته پنځه ورځې موده ورکړې وه، څو په روغتون کې اړين بدلونونه رامنځته کړي او دغه راز د دېرش زره امپول (MSEF Ceftaxione) اسناد هم چمتو کړي، چې له بده مرغه په ياد روغتون کې هيڅ ډول بدلون نه دى راغلى او همدارنګه پلاوي ته د يادو درملو اسناد هم ورنکړل شول."
امپول (MSEF Ceftaxione) له خطرناکو او کم موندونکو درملو له جملې ګڼل کېږي، چې ناروغانو ته د کوما او نورو سختو حالاتو کې د معالج ډاکټر په مرسته ورکول کېږي.
نوموړي زياته کړه، ترڅو چې په ياد روغتون کې اصلاحات رامنځته نه شي، د ياد پلاوي د پرېکړې پر بنسټ په تړلى پاتې شي.
نعماني، د ياد پروګرام ترسره کولو يواځېنۍ موخه افغانستان په ځانګړي ډول کابل ښار کې د طبابت معياري کول وبلل او دغه راز يې له نورو بنسټونو هم وغوښتل؛ څو په دغه برخه کې له ولايتي شورا سره مرسته وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن