خوست ښار (پژواک، ١٨ غويى ٩٦): د خوست په مرکز کې پر ملکي موټر د سړک غاړې د ماين چاودنې د يوې کورنۍ يو غړی وژلی او د يوه ماشوم په ګډون درې نور يې ټپيان کړي دي.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېر ماخوستن د خوست د مرکز اړوند په سوېل ختيځ کې د ډيري په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وايي، دغه موټر خوست ښار ته ناروغ لېږداوه چې تېر ماښام شاوخوا اته بجې په ياده سيمه کې د سړک غاړې پر يوه ماين ور برابر شو.
غيرت زياته کړه: ((په دې پېښه کې يو سړی وژل شوی، دوې ښځې او يو ماشوم ټپيان شوي دي. دوی خوست ښار ته لېږدول شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.))
د سيمې يوه اوسېدونکي چې په مستعار نوم يې خبرې کولې، پژواک اژانس ته وويل، داسې بريښي چې ماين تازه ځای پر ځای شوی و؛ ځکه په دې سيمه کې پخوا هم يو شمېر ماين چاودنې شوې وې.
په ورته وخت کې د خوست د والي له دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ياده پېښه غندل شوې او دا يې د هېواد د دښمنانو کار بللی دی.
تر اوسه د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن