ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د ځینو سیمو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین نه دی رسېدلی

د خوست د ځینو سیمو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین نه دی رسېدلی

author avatar
17 May 2017 - 12:06
د خوست د ځینو سیمو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین نه دی رسېدلی
author avatar
17 May 2017 - 12:06

خوست ښار (پژواک، ٢٧ غويى ٩٦): د خوست روغتيايي مسوولين وايي چې د نا امنۍ له امله د دغه ولايت په  سپېرې ولسوالۍ سلګونه ماشومان پرله پسې د ګوزڼ ضد له واکسين څخه بې برخې پاتې شوي دي.

پوړه د سپېرې ولسوالۍ اړوند ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته غرنۍ سيمه ده چې افغان حکومت پرې واکمني نه لري او زياتره اوسېدونکي يې لسګونه کاله مخکې راغلي وزيرستانيان دي.

که څه هم په سيمه کې واکمنو وسله والو له ياد واکسين سره ښکاره مخالفت نه دی څرګند کړی، خو د ځايي خلکو په وينا، په سيمه کې حاکم وضعيت د صحي رضاکارانو د ورتګ په مخ کې خنډ ګرځېدلی.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي د نورعالم شاه په مستعار نوم سره پژواک اژانس ته وويل چې خلکو ته د ګوزڼ ضد واکسين په اړه منفي تبليغات شوي دي.

هغه زياته کړه: ((په واکسين کې د عامو خلکو واک نشته، نن سبا خو درې څلور حکومتونه دي، هغوی ورته وايي چې واکسين مه کوئ. عامو خلکو ته خو دا معلومات نه کېږي چې واکسين ګټه لري که تاوان.))

د روغتيايي مسوولينو د شمېرو له مخې، په وروستيو پرله پسې کمپاينونو کې د پوړه سيمې څه باندې ۱۷ سوه ماشومان له یاد واکسين څخه بې برخې پاتې شوي دي.

تېر زېږديز کال سیمه ييزو روغتيايي مسوولينو ويلي وو چې يادې سيمې ته يې د يوه مشخص کس په لاس د پوليو ضد واکسين ورلېږل، خو ماشومانو ته يې د تطبيق په اړه کره معلومات نه شوای ترلاسه کولی.

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر ګل محمدالدين منګل وايي چې د دې ستونزې د هواري لپاره يې د سيمې د ديني عالمانو او قومي مشرانو په همکارۍ هلې ځلې پيل کړې دي.

هغه زياته کړه: ((موږ هڅه کوو چې د افغانستان او پاکستان د علماوو له لوري ورکړل شوې فتواوې خلکو ته ورسوو، څو خلک وپوهوو چې صحي رضاکارانو ته د ورتګ زمينه برابره کړي.))

مدني فعال رحمت ولي وايي چې که مسوولين د پوړه سيمې د خلکو همکاري خپله نه کړي، پرته له هغه په دې سيمه کې ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين تطبيق ستونزمن او ناشونی برېښي.

ده د يادې سيمې له ولسي مشرانو هم وغوښتل چې د خپلو ماشومانو راتلونکی په نظر کې ونيسي او هڅه دې وکړي چې په يو نه يو ډول هغوی ته د ګوزڼ ضد واکسين ورسوي.

رحمت ولي پژواک ته وويل: ((هر څومره حقوق چې ماشوم يې پر مور او پلار لري، همداشان د روغتيا حق هم پرې لري او اسلامي وجيبه يې ده چې واکسين ورته تطبيق کړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.