خوست ښار (پژواک، ٢٨ غويى ٩٦): په خوست ولايت کې د دوو قومونو تر منځ د ځمکې او غره د ملکيت پر سر بيا وسله واله جګړه رامنځته شوې او سپکې او درنې وسلې يې کارولې دي.
د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ د غويي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا جګړه پرون سهار پيل او تر تېرې شپې پورې يې دوام درلود.
هغه زياته کړه چې د نادرشاه کوټ او موسى خېلو ولسوالۍ تر منځ د بازي په سيمه کې د منګلو او مقبلو قومونو تر منځ د ځمکې او غره د ملکيت پر سر جګړه شوې ده.
ځدراڼ وايي چې جګړه اوس پاى ته رسېدلې او ځايي اداره هڅه کوي چې له دواړو لورو سره په همغږۍ دا ستونزه هواره کړي.
د والي وياند په دې جګړه کې د درنو وسلو کارول رد کړل.
خو د سيمې اوسېدونکي وايي، په دې جګړه کې د دواړو قومونو له لوري هاوان، ماشيندار، راکټ، پيکا او نورې درنې وسلې هم کارول شوې او په دې جګړه کې د منګلو له لوري دوه تنه تپيان شوي دي.
د مقبلو سيمې يوه اوسېدونکي سعيد الرحمن وايي چې دواړو لورو ټوله ورځ جګړه کې او پر يوه بل يې د درنو او سپکو وسلې ډزې کولې.
د منګلو يوه قومي مشر خالق خان وايي چې د پخواني والي عبدالجبار نعيمي پر مهال دا لانجه هواره شوې وه، خو اوسنۍ اداره يې تورنه کړې، چې د دې روغې جوړې د تړون په عملي کولو کې ناغېړي کوي.
خو د والي وياند مبارز ځدراڼ وويل چې څو ورځې مخکې د ولسمشر په سپارښتنه يو پلاوى د دې موضوع د څېړلو لپاره راغلى و، خپلې څېړنې يې کړې او ولسمشر ته يې وړاندې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن