ښرنه (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٦) : چارواکي وايي چې وسله والو په پکتيکا ولايت کې يو ځوان له دې امله وژلى، چې د ملي بيرغ لرونکې غاړې جامې يې اغوستې وې.
د پکتيکا ولايت د خيرکوټ ولسوالۍ اوسيدونکی عظمت الله د غبرګولي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام وسله والو طالبانو يو ځوان د خلکو په مخ کې په ډزو له دې امله وواژ، چې دخپلو جامو غاړه يې دافغانستان له درې رنګه بيرغه جوړه کړې وه.
ددې ولسوالۍ يوه بل اوسيدونکي خورشيد امان هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې دا ځوان په دې وروستيو کې له ايران څخه راستون شوى و.
د محمد عزيز کټوازي په نامه يو بل پژواک اژانس ته وويل چې وسله وال طالبان عام خلک ، قومي مشران، ځوانان په يو او بل نامه بې ثبوت وژني .
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن