کندهار (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۶): د کندهار اوسېدونکي او د عامې روغتیا چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د زون په کچه یوه ځانګړي نسايي ولادي روغتون ته جدي اړتیا ده.
چارواکي وايي، د دغسې ځانګړي روغتون د نشتوالي له امله د زېږون او نورو ناروغیو پر مهال د مېرمنو ژوند له ګواښ سره مخ دی.
د کندهار د عامې روغتیا سرپرست رییس ډاکټر محمد عظیم زمریال له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، که څه هم د هېواد په نورو زونونو کې ځانګړي نسايي ولادي روغتونونه جوړ شوي خو له بده مرغه په کندهار کې دغسې یو روغتون نشته.
هغه زیاته کړه، اوس مهال یوازې د کندهار په میرویس روغتون کې نسايي ولادي وارډ شته چې یوازې د کندهار لپاره هم بسنه نه کوي.
د ده په خبره، میرویس روغتون د سوېلي زون په کچه فعالیت کوي چې د نورو ناروغانو تر څنګ پرې د نسايي ولادي ناروغانو ګڼه ګوڼه ډېره ده او د اسانتیاوو د کمښت له امله ورته په سمه توګه روغتیايي خدمات نه شي وړاندې کېدای.
دی وايي، هره ورځ د کندهار تر څنګ له هلمند، اروزګان، زابل او نورو ولایتونو څخه په سلګونو ښځینه ناروغانې د میرویس روغتون نسايي ولادي وارډ ته مراجعه کوي چې په ډېرې سختۍ یې د درملنې چارې تر سره کېږي.
زمریال د دې تر څنګ په کندهار کې د ښځینه ډاکټرانو شمېر هم کم وګاڼه او ویې ویل، په دغه ولایت کې د ښځینه ډاکټرانو کمی هم جدي ستونزه ده.
ده زیاته کړه: ((په کندهار کې د ګوتو په شمېر ښځینه ډاکټرانې لرو چې په هیڅ توګه بسنه نه کوي، د میرویس روغتون په نسايي ولادي وارډ کې ټولټال ۱۷ ښځینه ډاکټرانې کار کوي چې ۲ یې متخصصې دي او ۱۵ نورې د تخصص اخیستو په جریان کې دي.))
د ده په خبره، په دې توګه ویلای شي چې دغلته یوازې دوه ښځینه متخصصې ډاکټرانې کار کوي او پاتې یې د تخصص د دورې له پای ته رسولو وروسته نورو ولایتونو ته ستنېږي.
خو د عامې روغتيا سرپرست وايي، تر راتلونکو څو کلونو پورې به کندهار پوهنتون او نورو شخصي پوهنتونونو د طب پوهنځیو په مرسته دا ستونزه هواره شي چې دا مهال په کې په لسګونو ښځې زده کړې کوي.
ده وویل، په ډېرو روغتونونو کې قابلې په کار ګومارل شوي ، هغوی یوازې د ولادت پر مهال له مېرمنو سره مرسته کولای شي خو د هغوی د نورو ناروغیو د درملنې وړتیا او اجازه نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن