ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د زون په کچه نسايي ولادي روغتون ته جدي اړتیا ده

په کندهار کې د زون په کچه نسايي ولادي روغتون ته جدي اړتیا ده

author avatar
11 Jul 2017 - 15:29
په کندهار کې د زون په کچه نسايي ولادي روغتون ته جدي اړتیا ده
author avatar
11 Jul 2017 - 15:29

کندهار (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۶): د کندهار اوسېدونکي او د عامې روغتیا چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د زون په کچه یوه ځانګړي نسايي ولادي روغتون ته جدي اړتیا ده.

چارواکي وايي، د دغسې ځانګړي روغتون د نشتوالي له امله د زېږون او نورو ناروغیو پر مهال د مېرمنو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

د کندهار د عامې روغتیا سرپرست رییس ډاکټر محمد عظیم زمریال له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، که څه هم د هېواد په نورو زونونو کې ځانګړي نسايي ولادي روغتونونه جوړ شوي خو له بده مرغه په کندهار کې دغسې یو روغتون نشته.

هغه زیاته کړه، اوس مهال یوازې د کندهار په میرویس روغتون کې نسايي ولادي وارډ شته چې یوازې د کندهار لپاره هم بسنه نه کوي.

د ده په خبره، میرویس روغتون د سوېلي زون په کچه فعالیت کوي چې د نورو ناروغانو تر څنګ پرې د نسايي ولادي ناروغانو ګڼه ګوڼه ډېره ده او د اسانتیاوو د کمښت له امله ورته په سمه توګه روغتیايي خدمات نه شي وړاندې کېدای.

دی وايي، هره ورځ د کندهار تر څنګ له هلمند، اروزګان، زابل او نورو ولایتونو څخه په سلګونو ښځینه ناروغانې د میرویس روغتون نسايي ولادي وارډ ته مراجعه کوي چې په ډېرې سختۍ یې د درملنې چارې تر سره کېږي.

زمریال د دې تر څنګ په کندهار کې د ښځینه ډاکټرانو شمېر هم کم وګاڼه او ویې ویل، په دغه ولایت کې د ښځینه ډاکټرانو کمی هم جدي ستونزه ده.

ده زیاته کړه: ((په کندهار کې د ګوتو په شمېر ښځینه ډاکټرانې لرو چې په هیڅ توګه بسنه نه کوي، د میرویس روغتون په نسايي ولادي وارډ کې ټولټال ۱۷ ښځینه ډاکټرانې کار کوي چې ۲ یې متخصصې دي او ۱۵ نورې د تخصص اخیستو په جریان کې دي.))

د ده په خبره، په دې توګه ویلای شي چې دغلته یوازې دوه ښځینه متخصصې ډاکټرانې کار کوي او پاتې یې د تخصص د دورې له پای ته رسولو وروسته نورو ولایتونو ته ستنېږي.

 

خو د عامې روغتيا سرپرست وايي، تر راتلونکو څو کلونو پورې به کندهار پوهنتون او نورو شخصي پوهنتونونو د طب پوهنځیو په مرسته دا ستونزه هواره شي چې دا مهال په کې په لسګونو ښځې زده کړې کوي.

ده وویل، په ډېرو روغتونونو کې قابلې په کار ګومارل شوي ، هغوی یوازې د ولادت پر مهال له مېرمنو سره مرسته کولای شي خو د هغوی د نورو ناروغیو د درملنې وړتیا او اجازه نه لري.

دی دا هم وايي چې له سپین بولدک پرته د کندهار په نورو ټولو ولسوالیو کې ښځینه ډاکټرانې نشته او دغه حالت د مېرمنو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

د ده په خبره، ډېر مهال چې له ولسوالیو مېرمنې د ولادت او نورو ناروغیو د درملنې په موخه تر کندهار ښاره ځانونه رسوي، د لارې د خرابوالي او نورو ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ډاکټر ز مريال وايي، په همدې بنسټ په کندهار کې د زون په کچه یوه مجهز نسايي ولادي ځانګړي روغتون ته اړتیا ده چې د ښځینه ډاکټرانو او پرسونل له خوا ښځو ته هم د ولادت او هم نورو برخو کې روغتیايي خدمات وړاندې شي.

د کندهار د میرويس روغتون د نسايي ولادي څانګې مشرې ډاکټر فرشتې باور هم پژواک اژانس ته وویل چې د ځای، امکاناتو او پرسونل د کمښت له امله په ډېرو ستونزو مېندو ته د زېږون پر مهال روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

دا وايي، په کندهار کې ځانګړي نسايي ولادي روغتون ته اړتیا ده چې نه یوازې د دې ولایت بلکې د زون په کچه په کې ښځو ته روغتیايي خدمات وړاندې شي.

خو د دې په خبره، له ګڼو ستونزو سربېره توانېدلي چې هره ورځ د میرویس روغتون په نسايي ولادي وارډ کې ۵۲ ولادتونه تر سره کړي چې له دې ډلې په منځنۍ کچه ۵ مېرمنې عملیاتو ته اړتیا پيدا کوي.

دا له مرکزه غوښتنه لري چې د مېرمنو دغه حق ته جدي پاملرنه وکړي او روغتیايي اسانتیاوې ورته ډېرې کړي.

د کندهار د ښځو چارو رییسه مېرمن رقیه اڅکزۍ هم وايي چې د دغه ولایت ښځې د نورو حقونو تر څنګ د روغتیا په برخه کې هم له خپلو حقونو بې برخې دي.

نوموړې پژواک ته وویل، دلته که له یوې خوا ښځې د کورني تاوتریخوالي، بې تعلیمۍ او ګڼو نورو ستونزو ښکار دي، نو د روغتیا په برخه کې هم ورته د پام وړ کار نه دی شوی.

دا وايي، اوس هم د روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي له امله د زېږون پر مهال د ميندو مړینه ډېره ده، دغه راز ګڼې مېرمنې چې له ولسواليو ښار ته د درملنې په موخه ځانونه رسوي، خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دا هم له مرکزي ادارې غواړي چې مېرمنو ته روغتیايي اسانتیاوې ډېرې کړي چې مهمه په کې د ځانګړي نسايي ولادي روغتون جوړول دي.

د کندهار د ولایتي شورا غړې سرینا فیضي هم وايي چې د ټول زون د ولایتونو مېرمنې د ميرویس روغتون نسايي ولادي وارډ ته مراجعه کوي چې ډاکټرانې ورته رسېدنه نه شي کولای.

دې وویل، د ولایتي شورا له لارې به دوی هم له مرکزړه وغواړي چې د نورو زونونو په څېر دلته هم ځانګړی نسايي ولادي روغتون جوړ کړي.

د کندهار ښځې هم وايي چې نه یوازې د ژوند په نورو برخو کې دوی ته پام نه دی شوی، بلکې په روغتیايي برخه کې یې هم حقوق تر پښو لاندې شوي دي.

د کندهار ښار د عینو مېنې اوسېدونکې اسما وايي، کلونه وشول، په میلیونونو ډالر مرستې وشوې خو په دغه ولایت کې د ښځو لپاره ځانګړی روغتون جوړ نه شو.

نوموړې پژواک اژاس ته وویل، د کندهار ښځې اړې دي د خپلو ناروغیو درملنه په میرویس روغتون کې په نارینه ډاکټرانو وکړي چې دا یوه لویه ټولنیزه ستونزه ده.

دا له مرکزي ادارې غواړي چې په کندهار کې د ښځو لپاره ځانګړی مجهز روغتون جوړ کړي چې هم د نسايي ولادي او هم نورو ناروغیو درملنه په کې ممکنه وي او ډاکټرانې یې ټولې ښځینه وي.

په کندهار کې ټولټال ٩٧ روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي چې ١٤ يې په شخصي پانګونه جوړ شوي، او په ولسواليو کې شته خدمات کافي نه دي.

په دې لړ کې د کندهار دوې ولسوالۍ ښوراوک او رېګستان داسې هم دي چې د ناامنيو او نورو ستونزو له امله په کې هېڅ روغتيايي اسانتياوې نشته.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، د کندهار ښار په ګډون په ټولو ولسوالیو کې ۹۴ داسې ساحې شته چې روغتیايي اسانتیاوې په کې نشته.

هغوی دا د سپينو ساحو په نوم یادوي چې وايي روغتیايي خدماتو ته په کې جدي اړتیا ده او د وزارت تر څنګ یې له مرستندویه ادارو غوښتي چې دغلته پانګونه وکړي او تر روغتیايي پوښښ لاندې یې راولي.

 

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.