ترينکوټ، لښکرګاه (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٦) : چارواکي وايي چې په اروزګان او هلمند ولايتونو کې د عملياتو پر مهال ٢٤ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د اروزګان د امنيه قوماندانۍ د لومړي کنډک قوماندان زين الله د چنګاښ په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه دولتي ځواکونو د ترينکوټ ښار اړونده د سجاول په سيمه کې شپني عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه، په دې عملياتو کې چې د وسله والو طالبانو پر يوه مرکز ترسره شوي او هلته يې جلسه روان وه ١٨ وسله وال وژل شوي ، چې مشران يې هم په کې شامل دي.
زين الله وويل، پنځه وسله وال د ځانګړو ځواکونو لخوا ژوندي نيول شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دې عملياتو کې ملکي وګړو او دولتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
بلخوا ددې ولايت د چورې ولسوالۍ امنيه قوماندان اسدالله وايي، چې نن سهار د ماين په يوه چاودنه کې دوه پوليس ټپيان شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، په هلمند ولايت کې هم د هوايي بريد پر مهال شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمرځواک پژواک ته وويل چې دا هوايي بريد د بهرنيو ځواکونو لخوا د ناد علي ولسوالۍ د لوى مانده په سيمه کې شوى دى.
د نوموړي په وينا، وسله وال طالبان په يوه فولډر ډوله موټر کې روان و چې تر هوايي بريد لاندې راغلل.
د والي وياند وايي، په دې بريد کې د وسله والو موټر او ګڼ شمېر وسلې هم له منځه تللې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن