کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٦): د کابل پوليسو نن سهار د ښار په دويم پروان سيمه کې د نښتې له امله د درېیو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړ او وايي چې د پوليسو د درېيمې حوزې اړوند سيمه کې د تېرې شپې د پېښې په اړه چې له امله يې د يوې ناوې په ګډون دوه کسان وژل شوي دي، پلټنې پيل شوې.
د کابل د پوليسو د ١٠١ اسمايي زون د قوماندانۍ وياند بصير مجاهد نن (د چنګاښ ۲۶مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تره د زامنو دوو کورنيو ترمنځ په نښته کې چې نن سهار نهه بجې د پوليسو د څلورمې حوزې اړوند په دويم پروان سيمه کې رامنځ ته شوه، د يادو دوو کورنيو درې غړي ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او سيمه د پوليسو تر کنټرول لاندې ده او په اړه يې څېړنې روانې دي.
خو توريالى چې په سيمه کې د خوراکي توکو هټۍ لري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې يو تن ټپي شوى دى.
هغه زياته کړه چې ښکېلو لورو د يوه کس پر سر مرمۍ لګېدلې او وژل شوى دى.
نوموړي د دې نښتې لامل د دواړو کورنيو ترمنځ دښمني وبلله.
د پژواک خبريال وايي چې د پېښې سيمه د پوليسو له خوا کلابنده شوه او چا ته د ور داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.
له بلې خوا د کابل د پوليسو د ١٠١ اسمايي زون وياند هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرې شپې د پېښې په اړه چې له امله يې د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د ناوې په ګډون دوه کسان وژل شوي، د پوليسو څېړنې روانې دي.
مجاهد له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وويل، د پوليسو لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه پېښه د چنګاښ په ٢٤مه شپه د درېيمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د هغو کسانو د خوشالۍ په ډزو کې چې د واده په مراسمو کې يې ګډون درلود او د اجرائيه مشر د دويم مرستيال محمد محقق د کور د ساتونکو په ډزو کې رامنځ ته شوې ده.
سرچينې زياته کړه چې په دې پېښه کې د ناوې په گډون دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ناوې او زوم د واده مراسمو له ختمېدو وروسته د يو شمېر مېلمنو له خوا چې په موټرو کې سپاره وو، د زوم کور ته روان شول، مېلمنو د لارې په اوږدو کې د خوشالۍ ډزې کړې؛ خو د درېيمې امنيتي حوزې د اهل بيت کوڅې ته په رسېدو سره د محمد محقق د ساتونکو له خوا ورباندې ډزې شوې دي.
سرچينې وويل چې د خوشحالى په دې ډزو کې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن