ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه: هسکې مېنې کې د هوايي بمبار له امله د مړو او ټپیانو شمېر لوړ شوی

سرچينه: هسکې مېنې کې د هوايي بمبار له امله د مړو او ټپیانو شمېر لوړ شوی

author avatar
23 Jul 2017 - 17:02
سرچينه: هسکې مېنې کې د هوايي بمبار له امله د مړو او ټپیانو شمېر لوړ شوی
author avatar
23 Jul 2017 - 17:02

دوهم تعقيب، جلال اباد (پژواک د زمري لومړۍ نېټه ۹۶): د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د خيرات او فاتحې په مراسمو هوايي بريد شوی، چې چارواکي يې د مرګ ژوبلې په اړه بېلابېل نظرونه لري.

ياد هوايي برید، نن تر غرمې وروسته د دغې ولسوالۍ اړوند د مريز کنډو په میاجی بابا سيمه کې شوی دى.

چارواکي وايي، بريد وروسته له هغې شوی، چې داعش وسله والو له سيمې پر افعان ځواکونو ډزې وکړې.

يوې سرچينې د نوم نه خپراوي په شرط پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې د پېښې تلفات لوړ شوي او لا د لوړېدو په حال کې دي.

دغې سرچينې دا هم وويل چې په بريد کې تر دا مهاله د شپږو ملکيانو جسدونه پېژندل شوي او لا هم پلټنې روانې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په پېښه کې تر اوسه د درېيو ماشومانو او يوې ښځې په ګډون د شپږو ملکيانو ټپي کېدل هم تاييد شوي دي.

يادې سرچينې دا هم وويل چې د برید پرمهال د ملي اردو د انجنيرۍ ټيم يو کارمند هم ټپي شوی، خو دا يې ونه ویل چې څنګه؟

خو سرچینې اندېښنه وښوده، چې بريد د ملکي وګړو په ګڼه ګوڼه کې شوی او تر سهاره به تلفات لا لوړ شي.

بلخوا د ننګرهار  د والي ویاند عطاءالله خوږياڼي په دې اړه پژواک ته وويل، په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې د داعش وسله والې ډلې د درېيو سرګروپانو په ګډون ۲۵ غړي ووژل شول او ۱۵ نور ټپيان شول.

دی وايي، نن سهار شاوخوا اووه بجې د يادې ولسوالۍ په رودخانه، چهار وازې، ډنډ خانه، مريز او مياجي بابا سيمو کې ګډو ځواکونو عمليات پيل کړي و، چې د مياجي بابا په سيمه کې داعش وسله والو په افغان ځواکونو بريدونه وکړل.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په سيمه کې داعش وسله والو د ملکي وګړو له کورونو څخه په افغان ځواکونو د سپکو او درنو وسلو بريدونه پيل کړل، چې د ګډو ځواکونو په ځمکنيو او هوايي ځوابيه بريدونو کې داعش وسله والو ته ياده مرګ ژوبله واوښته.

په همدې حال کې د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال پژواک ته ويلي، د پېښې له ځايه د ننګرهار سیمه ييز روغتون ته اته تنه ټپيان راوړل شوي دي.

هغه زياته کړه، یو تن له درملنې وروسته رخصت شوی، اوه تنه بستر دي، چې په اوو تنو کې یې شپږ مېرمنې دي.

په عامې روغتيا روغتون کې د پېښې له ځايه يوه راوړل شوي ټپي چمن ګل ويلي، د پېښې په ځای کې د حاجي امان په نوم د يو قومي مشر د خيرات مراسم روان و، چې هوايي بريد پرې وشو.

د ده په وينا، د پېښې په ځای کې لسګونه خلک راټول شوي و؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لرل.

بلخوا په کابل کې د امريکايي ځواکونو وياند بېل سالوين پژواک اژانس ته وويل، دغه هوايي بريد دوى کړى، خو داسې کوم شواهد نشته چې هلته دې ملکي وګړي په نښه شوي وي.

خو ده زيات کړې، په دې اړه يې جدي څېړنې پيل کړې دي.

داعش وسله والو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.