شبرغان(پژواک،٩زمرى٩٦): د جوزجان سيمه ييزو چارواکو ويلي چې داعش ډلې نن سهار د دغه ولايت د درزاب ولسوالۍ په "پاده ساى" کلي کې دوه قومی مخور وژلي دي.
د جوزجان د والي وياند، محمد رضا غفوري وويل، دغه کسان هغه وخت ووژل شول چې د داعش دوو کسانو د سيمه ييزو پوليسو له منسوبينو سره په ټېليفوني اړيکه کې ژمنه وکړه چې د سولې له بهير سره يوځاى کېږي
غفور زياته کړه:" دغو کسانو د سيمه ييزو پوليسو منسوبينو ته ويلي و چې دوه سپين ږيري د پاده ساى کلي ته راولېږئ تر څو د دغو کسانو په همکارۍ او لارښوونې سره، د درزاب ولسوالۍ مرکز ته داخل شي او کله چې دغه دوه سپين ږيري د پاده ساى کلي ته ځي، د داعش ډلې له دوو کسانو سره مخ کېږي او هغوى سمدلاسه دواړه پر ډزو وژني او د پېښې له ځايه تښتي."
هغه وویل، داعشيانو غوښتل چې سيمه ييزو پوليسو ته په دوکې ورکولو او د خپلو وسله والو په منځ کې د وضعيت په خرابولوسره بې باوري رامنځ ته کړي څو وسله وال کسان يې له دولتي ځواکونو سره د يوځاى کېدو جرائت ونه کړي.
د درزاب ولسوالۍ سرپرست بازمحمد داور هم د دغو دوو قومي مخورو وژل کېدل تاييد کړل.
د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي امرالدين وويل چې د داعش ډلې له خوا د دوو قومي مخورو وژل کېدل، د خلکو او يادې شوې ډلې ترمنځ فاصله زياتوي.
دغه کس زياته کړه، پخوا هم داعشيانو دا ډول کارونه ترسره کړي چې د ياد شوې ډلې پروړاندې يې د خلکو نفرت رامنځ ته کړى او د دوو قومي مخورو وژل کېدل د خلکو په منځ کې د هغوى پر وړاندې کرکه زياتوي .
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم داعش ډلې د قوش تپې ولسوالۍ په چمقه چور کلي کې يوقومي مشر د ياد شوې ډلې پرضد د تبليغاتو کولو په تور وژلى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن