ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د سولې او ورورولۍ تر سرلیک لاندې مشاعره وشوه

خوست کې د سولې او ورورولۍ تر سرلیک لاندې مشاعره وشوه

author avatar
1 Aug 2017 - 11:18
خوست کې د سولې او ورورولۍ تر سرلیک لاندې مشاعره وشوه
author avatar
1 Aug 2017 - 11:18

خوست ښار (پژواک، ١٠ زمرى ٩٦): په خوست کې د سولې او ورورولۍ غزليز ماښام تر سرليک لاندې مشاعره جوړه شوه چې د دغه ولايت لسګونو شاعرانو، اديبانو او نورو خلکو په کې ګډون کړی و.

دې مشاعرې ته چې تېر ماښام د خوست د والي په کور کې جوړه شوې وه، د شاعرانو تر څنګ د خوست والي هم بېلابېل ډوله شعرونه وويل چې ګډونوالو يې د لاسونو په پړقولو سره بدرګه کول.

د خوست والي حکم خان حبيبي د غزليز ماښام ياد پروګرام ته په خبرو کې وويل چې له دې څخه يې موخه د فرهنګيانو يو ځای کول او د فرهنګي فعاليتونو پياوړي کول وو.

ده همدارنګه پر ځوانانو او نورو خلکو غږ وکړ چې په خپلو سره يو شي او د روښانه راتلونکي په خاطر د هېواد په بيا جوړونه کې رغنده ونډه واخلي.

هغه زياته کړه: ((په دې حساسو شرايطو کې يووالی اړين ضرورت دی. هېڅ بله چاره نه لرو، پرته له دې چې ټول افغان وروڼه سره يو شو، يو بل وزغمو او يو بل ته غېږ ورکړو.))

والي حکم خان حبيبي دغه راز وويل چې د شاعرانو او د ادب مينه والو د فعاليتونو د پرمختيا او پراختيا لپاره به دې ډول پروګرامونو ته خپله پاملرنه زياته کړي.

هغه مشاعرې ته په يوه بيت کې وويل: ((خير که د ګودر غاړې ته اوس پېغلوټې نه راځي، شين سيوری چا وړی د چنار لمن به ونيسو.))

ليکوال او شاعر نواب اميرزي مشاعرې ته وويل چې دا ډول مشاعرې د لرې پرتو سيمو د شاعرانو په يو ځای کولو او دغه راز له يو او بل څخه د شعر ليکنې د هنر په زده کړه کې ډېره مرسته کوي.

نوموړي په دې برخه کې له ولايتي ادارې او د مشاعرو له تنظيموونکو وغوښتل، هغه شاعران دې له ياده نه باسي چې په تېر کې د ځينو ستونزو له کبله له مشاعرو لېرې پاتې شوي دي.

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.