ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې اوبو ته د موټر د لوېدو له امله د يوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي

author avatar
4 Aug 2017 - 09:35
author avatar
4 Aug 2017 - 09:35

خوست ښار(پژواک، ۱۳ زمری ۹۶): په خوست ښار کې اوبو ته د يوه موټر د لوېدو په پېښه کې د يوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي.

د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر ګل محمدين منګل پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېر ماښام د خوست ښار اړوند د پروژې له پول سره  رامنځته شوې ده.

هغه وويل، ياد کسان په يوه کرولا موټر کې سپاره وو، چې د پروژې پله څخه لاندې اوبوته  لوېدلي او مخکې له دې چې پوليس او نور خلک يې له اوبو راوباسي، په موټر کې ناست ټول کسان مړه شوي وو.

ډاکټر ګل محمدين منګل زياته کړه، په دغو مړو شوو کسانو کې چې ټول نارينه وو، يو ۱۰ کلن ماشوم او نورو تر ۲۰ کلونو پورته عمرونه درلودل.

ده وويل، مړه شوي کسان ټول د يوې کورنۍ غړي او د لوګر ولايت د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

د پېښې يوه عيني شاهد محمد ناصر پژواک اژانس ته وويل، کله چې موټر اوبو ته ولوېده، پوليسو او نورو خلکو يې د ژغورنې هڅه وکړه، خو له دې امله چې باران شوی و او راوتلې اوبه  زياتې وې، نو  د دغو کسانو په راايستلو کې يو څه زيات  وخت ولګېده.

ده زياه کړه، دغه کسان له اوبو څخه تر  راايستلو وروسته سمدلاسه روغتونونو ته ولېږدول شول، خو له مخکې يې ساه ورکړې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.