ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: خوست کې بمبار لسګونه وسله وال وژلي

دفاع وزارت: خوست کې بمبار لسګونه وسله وال وژلي

author avatar
5 Aug 2017 - 16:54
دفاع وزارت: خوست کې بمبار لسګونه وسله وال وژلي
author avatar
5 Aug 2017 - 16:54

خوست ښار (پژواک، ١٤ زمرى ٩٦): د ملي دفاع وزارت وايي چې په خوست ولايت کې د هوايي بريدونو پر مهال لسګونه وسله وال وژل شوي دي.

د ياد وزارت له خوا د زمري په ١٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوايي بريدونه پرون د خوست ولايت په موسى خېلو ولسوالۍ کې شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په دغو هوايي بريدونو کې تر پنځوسو پورې وسله وال وژل شوي دي.

د موسى خېلو ولسوال ګلاب منګل پژواک اژانس ته وويل چې یاد هوايي بريدونه پرون مازيګر د يادې ولسوالۍ د پېړۍ په سيمه کې شوي دي.

هغه زياته کړه چې په عملياتو کې دوى ته هم تر پنځوسو پورې د وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل شوى دى.

ولسوال وايي، ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.