ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې زرګونو کسانو د دولت په ملاتړ او د نوي ايتلاف په مخالفت غونډه وکړه

author avatar
11 Aug 2017 - 14:40
author avatar
11 Aug 2017 - 14:40

 خوست ښار( پژواک،۲۰ زمری ۹۶): د خوست يوشمېر خلکو له شته نظام څخه د ملاتړ په يوه غونډه کې د ځينو کسانو له لوري د دولت ضد ائتلافونو له جوړېدو سره کلک مخالفت څرګند کړ.

دا غونډه چې نن د خوست ښار د فوټبال په لوبغالي جوړه شوې وه، د دې ولايت له مرکز او ټولو ولسواليو څخه راغلو زرګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو، سپين ږيرو، ځوانانو او نورو ولسي خلکو په کې ګډون کړی و.

د پوهنتون استاد امير بهير د دولت خلاف نوي جوړ شوي ائتلاف ته په اشارې سره وويل، چې د نظام مخالف ائتلافونه د بهرنيانو په اشاره تحريک کېږي او نه غواړي چې په افغانستان کې پايداره نظام او سوله ټينګ شي.

هغه وويل: ((موږ د نظام ملاتړ کوو. هغوی چې دې نظام ته خنډونه جوړوي او پر وړاندې يې توطيې جوړوي، موږ له هغوی سره مخالف يو.))

د محمدخان نيازي په نامه بل تن غونډې ته وويل، د افغانستان اصلي دښمنان هغه افغانان دي، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره په يو او بل نوم د حکومت پر وړاندې ستونزې جوړوي.

ده پر ټولو افغانانو غږ وکړ، چې د ځينو مشخصو کسانو په خبرو ونه غولېږي او له شته نظام څخه د ملاتړ ترڅنګ د ستونزو په هواري کې له مرکزي دولت سره مرسته وکړي.

نيازي زياته کړه: ((زما او ستا هغه وروڼه چې نن مخالفتونه کوي، کومه ورځ تاسو ليدلي دي چې د يو غريب کره ورغلي وي او د يوې کونډې، د يوې مور او بچي پوښتنه يې کړې وي. يواځې د ځان لپاره په لسګونه زره ډالره دريشي جوړوي صرف د چور لپاره راوتلي دي.))

يوه قومي مشر ګل نواز غونډې ته وويل، چې د لويې پکتيا په ځانګړې توګه د خوست ټول ولسونه د ملي يوالي حکومت ترڅنګ ولاړ دي او هيچا ته د نظام د نسکورېدو اجازه نه ورکوي.

ده د نورو قومي مشرانو په استازيتوب خبرداری ورکړ، چې د دولت خلاف د نوي جوړ شوي ائتلاف په ګډون د نورو ټولو هغو ډلو پر وړاندې به ودرېږي، چې د اوسني نظام د کمزوري کولو او يا نسکورولو هڅې وکړي.

هغه وويل: ((موږ لويه پکتيا هيڅ وخت نه بيليدونکي يو. له دې دولت نه په کلکه ملاتړ کوو او هر څوک چې په دې نظام باندې ولګيږي، داسې به يې خاورې کړو لکه خاورې.))

ديني عالم مولوي قديرالله يادې غونډې ته خبرو کې پر ټولو افغانانو د يوالي غږ وکړ او ترې ويې غوښتل، چې له خپلمنځي اختلافاتو او جنګ جګړوڅخه لاس واخلي.

ده زياته کړه: ((افغاني ټولنې ته نور شرم په کار دی، دوی اختلافات کوي او مشکلات پيدا کوي، راځئ د اختلافونو څخه تېر شئ ټولنه جوړه کړئ، نورو افغانانو ته د کار زمينه مساعده کړئ چې خپل وطن اباد کړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.