ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوستي ځوانان: په دولتي ادارو کې د وړتيا پر ځاى روابط پالل کېږي

خوستي ځوانان: په دولتي ادارو کې د وړتيا پر ځاى روابط پالل کېږي

author avatar
13 Aug 2017 - 16:18
خوستي ځوانان: په دولتي ادارو کې د وړتيا پر ځاى روابط پالل کېږي
author avatar
13 Aug 2017 - 16:18

خوست ښار (پژواک، ۲۲ زمری ۹۶): په خوست کې ځوانان شکايت لري چې په دولتي ادارو کې د استخدام پر مهال په ډېری مواردو کې د وړتيا پر ځای روابطو ته ډېر اهميت ورکول کېږي.

دوی دا څرګندونې نن (د زمري ۲۲مه) د ځوانانو نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وکړې او له مسوولو ادارو يې غوښتنه کوله چې دا ستونزه جدي ونيسي او د حل لپاره يې عملي اقدام وکړي.

د محمدالله ځدراڼ په نوم د دغه ولايت يوه ځوان له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې په دولتي ادارو کې تر ډېره ګومارنې د شخصي اړيکو پر بنياد کېږي چې په دې سره د مستحقو کسانو حق خوړل کېږي.

ده زياته کړه: ((هغه ځوان چې استعداد لري او لوړې زده کړې يې ترسره کړې وي، هغوی ته موقع نه ورکول کېږي او په دولتي ادارو کې د هغوی مخه نيول کېږي او هر ځلې چې يوې ادارې ته دوی درخواست کوي، د هغوی عريضه نه منل کېږي او هغه کسان نيول کېږي چې له دوی سره کومه رابطه ولري.))

د دغه ولايت يو بل ځوان محمد زمان نظري پژواک اژانس ته وويل چې ځوانان نه يوازې د استخدام په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، بلکې په نورو سياسي او ټولنيزو بهيرونو کې هم لکه څه ډول چې لازمه ده، ځوانانو ته پوره پاملرنه نه ده شوې.

هغه وايي: ((لکه څه ډول چې موږ په غونډو کې اورو چې ځوانان د ټولنې شپېته سلنه نفوس تشکيلوي، نو سړی بايد ومني چې ځوانان په ټولو پروسو کې مهمه ونډه لري. ځوانان د سولې د تامين په برخه کې د امنيت په راوستو کې او د بيارغونې په برخه کې تر ټولو قشرونو زياته ونډه لرلی شي.))

يو بل ځوان رحيم ګل نايل بيا دې غونډې ته وويل، که چېرې د استخدام پروسې د شفافيت لپاره تر ټولو د مخه هغه قوانين چې په دې برخه کې دولت وضع کړي، په سم ډول تطبيق شي، نو بيا هېڅ سوال نه پيدا کېږي.

نوموړی زياتوي: ((هغه څه چې په دولتي ادارو کې د مامورينو د استخدام مسووليت لري، اداري اصلاحات او يا نورې اړونده ادارې هغه قوانين چې دوی د ځوانانو يا د مامورينو د استخدام لپاره لري هغه تطبيق شي او لاسونه چې د استخدام دغه پروسه زيانمنوي يا د اشخاصو تداخل ته زمينه برابروي هغه بايد قطع شي.))

د خوست مرستيال والي شېربادشاه ارګونی بيا په دې برخه کې ځوانان هم ګرم بولي او وايي، هرکله چې يو ځوان له پوهنتون او يا له ليسې فارغېږي، نو مطالعې ته يې شا کېږي او له همدې کبله د استخدام په پروسه کې هم پاتې راځي.

هغه زياته کړه: ((هغه څوک چې له پوهنتون او يا له لېسې فارغ وي، هغه بايد د خپل ملک په حدوداتو، جغرافيه، تاريخ، د نورو ولایتونو په احوال، د ګاونډيو هېوادونو او د نړۍ د نورو قارو په اړه بايد حداقل يو څه معلومات ولري او مطالعه وکړي، څو يوه مفکوره ورسره پيدا شي.))

هر کال په افغانستان کې د ځوانانو نړيوالې ورځې په مناسبت غونډې جوړېږي، خو د چارو شنونکو په باور چې چارواکي په دې غونډو کې ځوانانو ته تشې وعدې ورکوي او په عمل کې يې هېڅ هم نه ليدل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.