کابل(پژواک،٣١زمرى٩٦): يوشمېر سياسي کار پوهان د امريکا د نوې سټراټيژۍ څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وايي چې ددغه سټراټيژۍ عملي کېدل په افغانستان او سيمه کې د سولې او ټيکاو په ګټه دي.
د نړيوالو چارو کار پوه ملک ستيز وايي چې د ټرامپ سټراټيژي د هغه اټکل خلاف چې شناندو وړاندې کول، مناسب او منطقي وختله او ټرامپ په سيمه کې د امريکا پر ګټې او باور لا متکي شو او په افغانستان کې يې د امريکا شتون له لړزانده وضعيت څخه و ايست.
هغه په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي دي چې ټرامپ په دغه سټراټيژۍ کې د پاکستان رول او څيره بربنډه کړه او له افغانستان سره د هند پر ملګرتيا يې ټينګار وکړ؛ هغه څه چې د افغانستان پخوانۍ هيله پر ځاى کوي.
د نړيوالو چارو دغه کار پوه ټينګار وکړ چې اوس بايد افغان دولت نوښت وکړي او ژر تر ژره د افغانستان په اړه د ټرامپ سټراټيژۍ ته په يوه مسلکي ليد سره وګوري او هغه په مخکې پرتو موکو سره غږمله او خپل سيمه ييز سياستونه په لا ډېرځواک سره بيان کړي.
د هغه په وينا، دولت بايد دغې سټراټيژۍ ته تخصصي او رغونکى غبرګون وښيي تر څو امريکايان د افغانستان په اړه پر سټراټژيکې ملګرتيا لا باوري شي.
حقيقت دادى چې د افغانستان لپاره د امريکا ملاتړ يوه مهمه اړتيا ده.
د سياسي چارو کار پوه جاويد کوهستاني وويل چې دا لومړى ځل دى چې له اوږدو سلا مشورو وروسته په افغانستان کې د امريکا سټراټيژي اعلانېږي او له پاکستان سره پر لا فشار او غوځ دريځ سره ګوزار کوي.
نوموړي په افغانسان کې د امريکا د نوې سټراټيژۍ اعلانېدل تر ډېره د ترهګرو پر ماتې ولاړ وبلله او ويې ويل چې د امريکا متحده ايالاتو د افغانستان واقعيتونو ته په پام سره او له مهال ويش پرته د خپلو پوځيانو وتل مطرح کړي دي.
کوهستاني ددې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان په اړه د امريکا نوې سټراټيژي د هېواد پر وضعيت ځومره اغيزه لري زياته کړه چې ددغه سټراټيژۍ عملي کېدل په سيمه کې د سولې او ټيکاو په ګټه کېداى شي؛ خو په افغانستان کې سوله او ټيکاو تر ډېره د افغانانو پر ارادو پورې تړلې ده.
هغه زياته کړه:" که موږ اراده ونه کړو او د افغانستان خلک معقوله او منطقي پرېکړه ونه کړي، هېڅوک او هېڅ سټراټيژي په افغانستان کې د جګړې مخه نه شي نيولاى. "
خو د سياسي چارو يوه بل کار پوه عبدالشکور وويل چې امريکا د افغانستان په اړه خپلې سټراټيژۍ کې د افغانستان تيتو موضوعاتو ته اشاره کړې ده.
هغه زياته کړه:" هغه موخې چې امريکا يې په افغانستان کې لټوي، پاکستان په لويه کچه له امريکا سره موافق دى او دواړه په شريکه عمل کوي او ددې خبرو اورېدل هسې د خلکو تېر ايستل دي او امريکا داسې کار کوي چې پاکستان پرې خوښ وي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن