ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د شنو خونو په ډېرېدو سره د سبو له درکه د دغه ولایت اړتیا پوره کړې

خوست کې د شنو خونو په ډېرېدو سره د سبو له درکه د دغه ولایت اړتیا پوره کړې

author avatar
2 Sep 2017 - 12:37
خوست کې د شنو خونو په ډېرېدو سره د سبو له درکه د دغه ولایت اړتیا پوره کړې
author avatar
2 Sep 2017 - 12:37

خوست ښار (پژواک، وږى١١مه ٩٦): په خوست کې د شنو خونو په جوړېدو سره د سبزيجاتو اړتيا تر ډېره بريده پوره شوې چې له امله يې له پاکستان څخه واردېدونکي کرنيزو محصولاتو ته اړتيا نه ليدل کېږي.

اوس مهال خوست ښار ته زياتره عرضه کېدونکي سبزيجات د هغو ۱۵۰ شنو خونو حاصلات دي چې په دې وروستيو څو مياشتو کې د کارډ - اېف موسسې په همکارۍ د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې جوړې شوې دي.

حضرت عمر د مندوزيو ولسوالۍ په دوه سړکه سيمه کې د بادرنګ او د رومي بانجانو دوه فعالې شنې خونې لري او هره ورځ لسګونه منه حاصل يې بازار ته عرضه کوي.

د ده په وينا، له دې کبله چې له شنو خونو څخه په لاس راغلو سبزيجاتو خوند تر نورو ښه دی، سوداګر په خپله شنو خونو ته ورځې او محصولات يې تر اخيستلو وروسته بازار ته وړي.

حضرت عمر وويل: ((حاصل يې ډېر با کيفيته او خوندوره ذايقه لري، تر اوسه مو ښار ته په خپله نه دي وړي، سوداګر په خپله راځي، دلته يې موږ پرې خرڅوو او بيا يې ښار ته وړي.))

په مندوزيو ولسوالۍ کې د يوې بلې شنې خونې مسوول محمد اصغر چې ده هم په کې بادرنګ کرلي دي، پژواک ته وويل چې د نورو کرنيزو محصولاتو په پرتله څو چنده زيات عايد ترلاسه کوي.

ده زياته کړه چې شنه خونه يې پر يوه جريب ځمکه جوړ کړی او په ټوليز ډول دا شنه خونه په يو فصل کې ۲۰ ټنه د بادرنګو حاصل ورکوي چې له همدې امله يې عايد ډېر دی.

نوموړي وويل: ((دا يو جريب پراخه شنه خونه کې ۴۸۰۰ د بادرنګو بوټي کېنول شوي دي. د تېرو دوو مياشتو په موده کې مو تر ننه ۲٠ ټنه بادرنګ بازار ته ورکړي دي.))

د خوست ښار د سبزيجاتو او مېوو د مارکېټ يوه هټۍ وال محمدالرحمن پژواک ته وويل، مخکې له دې چې په خوست کې شنې خونې نه وې جوړې شوې، د دغه مارکېټ ډېره تکيه د پاکستان پر کرنيزو محصولاتو وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.