ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د برېښنا مزو پرې کېدو له درکه دولت ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی

7 Nov 2017 - 00:00
7 Nov 2017 - 00:00

جلال اباد- مهترلام (پژواک، ١٥ لړم ۹۶): د کابل له نغلو څخه ننګرهار او لغمان ولايتونو ته د برېښنا غځېدلي مزي په تېرو دوو کلونو کې ۵۷ ځلې پرې شوي چې له امله یې د چارواکو په وينا، دولت ته سلګونه ميليونه افغانۍ زيان اوښتى دى.

د برېښنا مزي له پرې کېدو وروسته له شپږو ساعتونو نيولې ان تر ۱۲ ورځو هم نه دي تړل شوي چې دولت ته يې سخت اقتصادي زيان رسولى دى.

د برېښنا لينونه که څه هم د ځايي وسله والو له لوري پرې کېږي خو لامل يې د يادې سيمې له اوسېدونکو سره د دولت د کړې ژمنې نه عملي کېدل دي.

هغه مهال چې د کابل د سروبي ولسوالۍ له اوزبين او د لغمان ولايت له بادپښ ولسوالۍ دغه لينونه تېرېدل؛ خلکو په دې خاطر اجازه ورکړې وه چې هغوی به هم د برېښنا له نعمته برخمن کېږي.

خو له کلونو تېرېدو وروسته هم دغه ژمنه نه ده عملي شوې او د لغمان د بادپښ ولسوالۍ ځايي خلک اړ شول چې له وسله والو سره لاس يو کړي او وخت ناوخت دغه لينونه پرې کړي.

د ننګرهار او لغمان ولايت اوسېدونکي، مدني فعالان او د ولايتي شورا غړي نيوکه کوي چې د دغو لينونو لېږدولو مسير غلط ټاکل شوی او ښه لاره يې د کابل- جلال اباد لويه لاره ده چې هم امن ده او هم ورته د برېښنا مامورين ژر رسېده ګي کولی شي.

خو د برېښنا شرکت مسوولين وايي، د يادې پروژې لګښت نړيوال بانک ورکړی او مالي فنډ يې همغومره و چې په اوسني اقتصادي مسير يې لينونه راتېر کړي.

د معلوماتو له مخې، د ۲۳ ميليونه ډالرو په لګښت له نغلو څخه ننګرهار ته د څه باندې ۹۶ کيلومتره په اوږدوالي د دغو لينونو غځولو چارې په ۱۳۸۹ لمريز کال کې پيل شوې او په ۱۳۹۱ کال کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه مزي له نغلو څخه ننګرهار ته پر ۳۶۹ لويو پايو غځېدلی چې ۶ ميګاواټه يې په لغمان او ۳۶ مېګاواټه يې په ننګرهار کې مصرفېږي.

له يادې برېښنا ننګرهار د ۳۰زره او د لغمان ۱۵زره کورنۍ استفاده کوي. دغه راز د دواړو ولايتونو لسګونه صنعتي فابريکو ته هم برېښنا ورکړې ده.

د مسير پر ټاکل کېدو د خلکو نيوکې

د ننګرهار او لغمان ولايتونو اوسېدونکي، مدني فعلان او د ولايتي شورا وکيلان نيوکه کوي چې د نغلو برېښنا لينونو انتقال لپاره مسير غلط ټاکل شوی؛ نو ځکه خو وخت ناوخت د برېښنا لينونو د قطع کېدو ستونزه رامنځته کېږي.

دوی وايي، که لينونه د کابل- جلال اباد پر لويې لارې راتېر شوي وای، نو له يوې خوا به يې امنيت تامين و او له بلې خوا به يې د تخنيکي ستونزو پر مهال مامورينو ژر رغونه کولی شوی.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړی اسرارالله مراد وايي، د مسير غلط انتخاب، د ژمنو نه عملي کېدل او د سيمه ييزو مسوولينو غفلت هغه څه دي چې له امله يې دغه لينونه په نښه کېږي.

مدني فعال او د نظر خاوند ډاکتر اسدالله ښاليز پژواک اژانس ته په خبرو کې وويل چې د دغو لينونو په تېرېدو کې هم سليقوي برخورد شوی؛ د دې پر ځای چې امن سيمه او د کابل- جلال اباد پر عمومي سړک راتېر شوی وای، لينونه په لوی لاس په نا امنو سيمو کې تېر شوي دي.

دغه راز بل مدني فعال او د نظر خاوند انجنير اباسين بهير وايي، د انجنيرۍ له اړخه بايد د سړک او برېښنا لينونو غځولو لپاره تر ټولو کمه فاصله انتخاب شي، څو لګښت پرې کم راشي خو د هغې راتلونکي ته پاملرنه ډېره مهمه ده.

د ځوانانو په پارلمان کې د لغمان استازی حنيف الله پشه يي وايي، د مسير ناسم انتخاب د دې سبب شوی چې اوس يې د برېښنا د انتقال له ګټو خلکو ته ستونزې ډېرې دي.

د برېښنا مزي څوک او ولې پرې کوي؟

که څه هم د ننګرهار او لغمان ولايتونو خلک په دې اند دي چې دغه لينونه وسله وال مخالفين او ځايي خلک په دې خاطر پرې کوي چې له حکومته باج ګيري وکړي؛ خو ځايي خلک او د برېښنا شرکت مسوولين وايي چې تر اوسه د پيسو د ورکړې هېڅ معامله نه ده شوې.

دوی وايي، د مزو غوڅولو موضوع هغه وخت رامنځته شوه، کله چې له دوی سره د برېښنا د ورکړې په اړه شوې ژمنه عملي نه شوه.

د لغمان د بادپښ ولسوالۍ د برې کلا اوسېدونکی او قومي مشر ملک محبوب شاه وايي چې د برېښنا لينونه ډېر کله د سروبي ولسوالۍ په اوزبين ساحه کې پرې کېږي او لامل يې هم د دولت له خوا د برېښنا د ورکړې په اړه د ژمنې نه عملي کول دي.

هغه له پژواک سره په خبرو کې په دې برخه کې د پيسو د ورکړې خبره رد کړه او زياته يې کړه چې تر اوسه له برېښنا غوښتنې پرته بله هېڅ غوښتنه نه ده شوې.

د دې ولسوالۍ د ګړوچ کلي اوسېدونکي ملک نعمت الله پژواک وويل، د برېښنا د لينونو پرې کوونکي هغه خلک او وسله وال دي چې تر خپل منځ خپلوي لري او د برېښنا غوښتونکي دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، که سيمې ته برېښنا ورکړل شي؛ نو هېڅ ستونزه به نه رامنځته کېږي.

د لغمان د بادپښ ولسوالۍ د شادګليانو کلي اوسېدونکي ملک زيارت ګل وايي، کله چې د برېښنا لينونه تېرېدل نو په دې شرط اجازه ورکړل شوې وه چې د بادپښ او سروبي خلکو ته به برېښنا ورکوي، خو دا چې ژمنه پر وخت پوره نه شوه نو خلکو د وسله والو په مرسته دا ډول حرکات پيل کړل.

بلخوا د کابل د سروبي ولسوالۍ قومي مشران هم همدا خبره کوي او وايي، د برېښنا له غوښتنې پرته لينونه د بل هېڅ مقصد لپاره نه دي پرې شوي.

د سروبي د اوزبين سيمې قومي مخور عبدالمبين تولکزي پژواک ته وويل چې د سيمې د وسله والو او ولس ټولو همدا د برېښنا غوښتنه ده او که ياده ستونزه حل شي نو بيا به لينونه نه پرې کېږي.

د يادې ولسوالۍ يو بل قومي مشر حاجي سراج الدين وايي، وسله وال دغه کار په دې خاطر کوي چې د برېښنا ورتګ هغوی ته هم ګټه رسوي؛ ځکه هغوی هم په همدې سيمه کې ژوند کوي.

نوموړی وايي، هغه وخت چې شپږ کاله وړاندې د نغلو برېښنا ننګرهار ته انتقالېده او وسله والو يې مخالفت کړی و، نو دوی ته د دولت له لوري پلاوی ورغلی و او وسله والو دغو سيمو ته هم د برېښنا ورکړې غوښتنه کړې وه.

د هغه په وينا، دولت يې غوښتنه منلې وه، خو د درېيو کلونو په تېرېدو يې ژمنه عملي نه کړه، نو ځکه وسله والو د لينونو په پرېکولو پيل وکړ او هر وخت چې په وعده وخت ډېر شي نو دوی دغه کار کوي.

دغه راز د ننګرهار او لغمان ولايتونو د برېښنا مسوولين او ولايتي چارواکي هم وايي چې د برېښنا پرې کېدو موضوع د کړې ژمنې نه عملي کېدل دي او د باج په نوم هېچا ته پيسې نه دي ورکړل شوې.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي، والي د پيسو له ورکړې سره مخالفت کړی او د برېښنا امر انجنير اکرام الله عابد وايي، دولت داسې کوم کود نه لري چې وسله والو ته پيسې ترې ورکړل شي او د شخصي ورکړې په اړه يې هم اوازې رد کړې.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی او د دغه ولايت د برېښنا رييس اميد صباح هم په يوه خوله همدا خبره کوي او وايي، داسې هېڅ تفاهم نه دی شوی.

خو يوې بلې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لغمان په بادپښ او د سروبي په اوزبين کې ځيني وخت وسله والو او ځايي اوسېدونکي ته په لوړه کچه پيسې د باج په توګه ورکړل شوې دي.

د مزی لپاره د سروبي او بادپښ مسیر ولي وټاکل شو؟

د افغانستان برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي په دې اړه پژواک اژانس ته وويل، د اوزبين او بادپښ مسير د لينونو غځولو لپاره ځکه ټاکل شوی چې هغه وخت هم امن و او هم لنډ و.

دی وايي، د دغه مسير نورې ګټې دا هم وې چې اقتصادي تمامېده او د اړوندو سيمو خلکو ته د برېښنا د انتقال زمينه مساعده وه.

توحيدي زياتوي، تر اوسه ورڅخه د لينونو په بدل کې د څه غوښتنه نه ده شوې او يوازې د سيمې خلکو ورته ويلي، که ورته برېښنا ورکړل شي نو حاضر دي چې د لينونو امنيت وساتي.

د خلکو او وسله والو غوښتنه څومره منل شوې؟

ځايي چارواکي وايي، د برېښنا د ورکړې په برخه کې د وسله والو او د ځايي اوسېدونکو غوښتنې ته اويا سلنه ځواب ويل شوی او ټاکل شوې چې د ۱۳۹۷ کال په غويي مياشت کې د بادپښ او سروبي د اوزبين خلکو ته برېښنا ورکړل شي.

د ننګرهار د برېښنا رييس اميد صباح پژواک اژانس ته وويل، هڅې يې ګړندۍ کړې چې له خلکو سره د حکومت کړې ژمنه پوره کړي او ورته برېښنا لينونه ور وغځوي.

هغه زياته کړه: ((تقريباً ۷۰ سلنه کار يې خلاص دی، پايې ډېرې نصب شوې، وسايل هم ډېر وړل شوي، خو يواځې دېرش سلنه کار دی چې په نږدې څو مياشتو کې به سرته ورسېږي.))

صباح وايي چې په بادپښ او اوزبين کې د برېښنا لينونو له پرې کېدو سره دولت ته د برېښنا د عايداتو او د لينونو د ترميم په برخه کې سلګونه ميلیونه افغانۍ زيان اوښتى دى.

له نوموړي سره د اوښتي زيان کره ارقام نه و، خو زياتوي چې زیان تر ميلياردونو افغانیو زيات دي.

د هغه په وينا، کله چې لينونه پرې شي، نو د ساعت پر سر دولت ته څلور ميليونه افغانۍ زيان اوړي، دا لينونه تر اوسه ٥٧ ځلې پرې شوې چې کم وخت يې د شپږو ساعتونو لپاره وو او زيات يې د ١٢ ورځو لپاره.

د افغانستان د برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي هم وويل، په نغلو کې هم يادو سيمو ته د برېښنا د مزو غځولو په خاطر د سب سټېشن جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې کړي او هغه ژمنه پوره کېږي چې له خلکو سره د برېښنا د ورکړې په برخه کې شوې.

دغه راز د لغمان د برېښنا امر انجنير اکرام الله عابد هم وايي چې په بادپښ کې د شبکې غځولو چارې تر اتيا سلنه بشپړې شوې او لا هم چټک کار روان دی، خو وايي په نغلو کې د سب سټېشن کار لا هم يو څه په ځنډ دی.

که څه هم د سيمې اوسېدونکو پوره ژمنه کړې، خو اندېښنې دا دي، که حکومت د نغلو او بادپښ سيمو اوسېدونکو ته د برېښنا د ورکړې تر څنګ د لينونو مسير تغيير نه کړي، نو ښايي وسله وال د خپلو نورو غوښتنو لپاره هم د همدغو مزو له قطع کولو د سپر په توګه ګټه واخلي.

بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دوى هېڅکله د برېښنا د لينونو پرې کولو کې لاس نه درلود او نه يې هم دغه کار کړی دی.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((دا کار په خپله د کابل ادارې اړوند اربکیان دي چې د بېلابېلو موخو لپاره د برېښنا مزي پرې کوي.))

مجاهد وايي، دوى د برېښنا له شرکت سره په تماس کې دي، کله چې هم په دې برخه کې ستونزې پېښې شوې، دوى ورته رسېدګي کوي.

نوموړي زياته کړه: ((تر اوسه چې موږ څومره پلټنه کړې، دوه ځلې د جګړې له امله مزي پرې شوي، موږ د برېښنا کارکوونکو ته احوال ورکړ، د هغوى انجنيران راغلل او مزي يې وتړل.))

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version